ژبه

کابل ښار کې د ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰): په کابل ښار کې د ترافیکي پیښې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد د غبرګولي په ۲۷مه پژواک اژانس ته وویل چې دا پېښه نن سهار د کابل ښار د دوولسمې حوزې اړوند د احمدشاه بابا مینې پر عمومي سړک رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د استقلال د تېلو ټانک ترڅنګ د سپرلیو یو مرسډیز له زرنج او هندي ريکشې سره ټکر کړی چې له امله یې درې کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.

مجاهد وایي چې د مرسډیز موټر چلوونکی نیول شوی او پلټنې ترې پیل شوې دي.

د زبیر په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وویل چې دا پېښه د ماموریت څلورلارې او بتخاک څلورلارې ترمنځ رامنځته شوې ده.

ده زیاته کړه چې مرسډیز لومړی له زرنج سره او بیا له یوې هندي ریکشې سره ټکر کړی چې له امله یې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل ښار ډېری اوسېدونکي د مرسډیز موټرو له چلوونکو شکایت کوي چې قانون ته درناوی نه لري او ډېری مهال بې احتیاطي کوي.

ورته موضوع