ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لویه څارنوالي: ۳۶۶ جرمي قضیو ته رسېدنه شوې

لویه څارنوالي: ۳۶۶ جرمي قضیو ته رسېدنه شوې

author avatar
20 Jun 2021 - 16:20
لویه څارنوالي: ۳۶۶ جرمي قضیو ته رسېدنه شوې
author avatar
20 Jun 2021 - 16:20

کابل(پژواک،۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰): د هېواد لویه څارنوالي وايي چې د روان کال د دویمې ربعې په جریان کې د کابل ولایت استیناف څارنوالۍ ۳۶۶ جرمي قضیو ته رسېدنه کړې ده.

د لویې څارنوالۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې راغلي، د کابل ولایت استیناف څارنوالۍ د مرکز د شپږګونو زونونو په ګډون ۳۶۶ جرمي قضیې ثبت، ارزولې او تر څېړنو وروسته یې اړوندو محکمو ته اتهام لیک او صورت دعوا استولي دي.

سرچینې لیکلي چې له دې ډلې د ۷۲ قضیو محاکماتي پړاوونه وروستي او د یادو قضیو تورنو کسانو ته د زندان او نغدي جریمې جزاوې ورکړل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ۳۰۶ قضیې لومړنیو او استیناف محکمو ته لېږل شوې او اووه موارد د الزام په اړه د کافي دلایلو د نه موجودیت له امله ساتل شوي دي.

لویه څارنوالي وايي چې په یادو قضیو کې ۲۶ د وژنې موارد، ۴۳ د غلا ، څلور د اخلاقي جرمونو  ، ۲۸ د نشه يي توکو ، ۳۶ د ترافیکي جرمونو ، پنځه د اداري فساد د جرمونو موارد او نور جرمونه شامل دي.

د سرچینې په خبره، یادو قضیو ته د رسېدنې او اجرااتو له امله ۹۶۹زره افغانۍ د یاد ریاست له خوا د نغذي جزا له لارې ثابتې او د دولت قطعي حساب ته زیاتې شوې دي.

دغه راز د یادې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې په بېلا بېلو قضیو کې ۱.۱۲۴ کیلوګرام تریاک، ۶.۶۹۰ کیلوګرام چرس، ۳۷ K . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.