Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل ښار کې د دوو چاودنو له امله ۷ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي

لومړی تعقیب- کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰): د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار په ۶مه او ۱۳مه ناحیو کې د دوو جلا چاودنو له امله اووه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د یادو چاودنو د تایید ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو چاودنو کې د یوې مېرمنې په ګډون اووه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړه چې د پېښو ټپیان د کابل ښار روغتونونو ته لېږدول شوي؛ خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه ونه ویل.

کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه چاودنې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د کابل ښار دیارلسمې او شپږمې ناحیو اړوند سیمو کې رامنځته شوې دي.

سرچینه وایي چې په دواړو چاودنو کې د ملکي وګړو ټونس موټر په نښه شوي دي.

کورنیو چارو وزارت د وژل شوو او ټپیانو شمېر نه دی په ډاګه کړی.

په ورته مهال د چاودنې عیني شاهدان وایي چې لومړۍ چاودنه د پله د سر په تمځای او دویمه چاودنه د دیارلسمې ناحیې اړوند محمد علي جناح روغتون ته څېرمه رامنځته شوې ده.

هغوی وایي چې په یادو چاودنو کې دوه ټونس موټر په نښه شوي دي.

د هغوی په وینا، په دغو چاودنو کې ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغو چاودنو مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي په ۱۴مه نېټه هم د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په چهارقلعه سیمه کې په دوو جلا چاودنو کې دوه تونس موټر په نښه شول چې شاوخوا لس کسان په کې ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.