ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان پولیسو پر جنسي تېري تورن مفتي عزیزالرحمن نیولی

د پاکستان پولیسو پر جنسي تېري تورن مفتي عزیزالرحمن نیولی

author avatar
20 Jun 2021 - 11:37
د پاکستان پولیسو پر جنسي تېري تورن مفتي عزیزالرحمن نیولی
author avatar
20 Jun 2021 - 11:37

کابل (پژواک، ۳۰غبرګولی ۱۴۰۰): د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو د مفتي عزیز الرحمن په نوم د یوې مدرسې هغه مشر نیولی چې له طالب العلمانو سره د جنسي اړیکو تور پرې لګېدلی دی.

له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې داسې یوه ویډیو خپرېده چې د پنجاب د لاهور ښار د منظوریه دارالعلوم مهتمم او مشر مفتي عزیزالرحمن له یوه طالب سره جنسي اړیکې نیسي.

د دغې ویډیو تر خپرېدو وروسته د قاري صابر شاه په نوم متضرر طالب پولیسو ته شکایت کړی او ادعا یې کړې وه چې دغه مفتي د هرې جمعې په ورځ ورسره جنسي اړیکې نیولې.

د پاکستان جیو تلوېزیون د غبرګولي په ۳۰مه، خبر ورکړی چې د لاهور پولیسو د دغه طالب له شکایت وروسته په بد کارۍ تورن مشهور دیني عالم مفتي عزیز الرحمن او د هغه زوی نیولي دي.

سرچینې زیاته کړې چې پولیسو ته د قاري صابر شاه ترشکایت وروسته مفتي عزیز الرحمن له لاهور څخه میانوالي ښار ته تښتېدلی و، خو پولیسو هلته نیولی او ترې پوښتنې پیل شوې دي.

د یادې ویډیو تر خپرېدو وروسته مفتي عزیزالرحمن په یوه ویډیویي پیغام کې سپیناوی کړی او ادعا یې کړې چې دا یوه دسیسه وه، ده ته نشه یي توکي ورکړل شوي و، په داسې حال کې چې دی پر ځان نه پوهېده او بیا یې ویډیو اخیستل شوې ده.

خو د ده له سپیناوي وروسته په ټولنیزو شبکو کې د نوموړي نورې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې په عادي حالت کې له یاد شاګرد سره غیر اخلاقي کارونه کوي.

بلخوا په دیني چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار او د پاکستان د علماوو بورډ مشر مولانا طاهر اشرفي ویلي چې د دغې پېښې پلټنې پیل شوې دي.

هغه زیاته کړې وه چې دا یو شخصي عمل دی او له ادارو سره دې نه تړل کېږي.

مفتي اشرفي ویلی و، له پلټنو وروسته که چېرې جرم ثابت شي، نو مجرم به سرچپه ځوړند کړای شي.

د یادونې ده، مفتي عزیزالرحمن په لاهور ښار کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام مرستیال او په همدغه ښار کې د پاکستان د دیني مدرسو د ادارې (وفاق المدارس) مسوول هم دی.

خو له یادې پېښې وروسته هغه د وفاق المدارس له مسوولیت او د دارالعلوم له مشرۍ لرې کړای شوی دی.

Visits: 2659

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.