Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځایي مسوولین وایي چې هلمند او سمنګان ولایتونو کې ۲۳ کسان د بېلا بېلو جرمونو به تور نیول شوي دي.
سمنګان کې د لاسي صنایعو یوې کارخونې مسووله فاطمه شېرزاد په داسې حال کې چې د خپلو تولیداتو بازار پیکه کېدو ته اندېښمنه ده، له مسوولو بنسټونو غواړي څو له صنعتګرو ښځو ملاتړ وکړي.
سمنګان کې مسوولین وايي، ترلاسه شوي پنځه قلمه لرغوني اثار د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګارنیونې له امله درې کانکیندونکي مړه شوي دي.
د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت یوه پلاوي چې سمنګان ته سفر کړی ویلي، خلک پرته له وېرې د اسلامي امارت له مسوولینو شکایت کولای شي.
سمنګان کې د حلبيسازۍ صنعت یو له پخوانیو صنعتونو دی چې د خلکو د ژوند طریقه کې د بدلون له امله د هېرېدو په حال کې دی، خو حلبيسازان وایي چې د دغه صنعت د ژوندي ساتلو لپاره هڅه کوي.
د سمنګان سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څلورو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او د درېیو ښځو او یوه ماشوم په ګډون نهه نور ټپیان شوي دي.
سمنګان کې ځایی مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د تولید او پروسس یوه کارخونه کشف او په تړاو یې شپږ کسان نیول شوي دي.
د سمنګان ځیني اوسېدونکي د ژمي په رارسېدو سره دغه ولایت کې د سونتوکو په ځانګړې توګه د ډبروسکرو د بیو له لوړېدو شکایت لري او وايي، حکومت باید د دغو توکو بیې کنټرول کړي.
د سمنګان د کلیوالي سیمو ځيني اوسېدونکي په دوکانونو کې د خپل سري درملو پلورل د اندېښنې وړ بولي او وایي چې له کلونو راهیسې دا ستونزه شته، خو د حل لپاره یې اقدام نه دی شوی.
ځایي مسوولین وايي، د اوبو رسونې شپږ پروژې سمنګان کې او یوه په بامیان کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او لسګونه کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
سمنګان کې یوه زړه ښځه چې خپله څه باندې یو جریب ځمکه یې روغتیايي مرکز ته وقف کړې وايي، د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو یې یوه ډېره لویه پخوانۍ هیله پوره شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP