Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د فراه د کرنې ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات نږدې ۱۴۳ زره ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښیي.
د فراه د اوبو او برېښنا رییس وايي چې په دغه ولایت کې له ۱۴۰۱ کال راهیسې تر اوسه د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۲۰ تر ۳۰ مترو پورې ښکته شوې ده.
د فراه عامې روغتیا ریاست وايي چې په تېرو لسو ورځو کې په دغه ولایت کې د سترګو ۴۳۱ وړیا عملیات ترسره شوي دي.
د فراه د اقتصاد رییس وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۳۰ رغنیزې پروژې پلې کېږي چې له ډلې یې لس بشپړې شوې او د ۲۰ نورو چارې روانې دي.
د فراه ولایت سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ، له څه باندې ۱۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د فراه ښاروالۍ او خلکو له لوري د فراه ښار د پاکولو عمومي حشر ترسره شو.
د فراه خلک وايي، نږدې دوه لسیزې مخکې د شیخ ابونصر فراهي سړک جوړولو چارې د ایران هېواد په مالي لګښت پيل شوې وې خو تر اوسه نه دي بشپړې شوې.
د فراه د برېښنا امریت مسوولین وايي، په راتلونکو څو میاشتو کې به په دغه ولایت کې د سولري برېښنا شبکه جوړه او زرګونو کورنیو ته به برېښنا ورکړل شي.
د فراه روغتیايي مسوولین وايي چې د سږ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۲۶۸۶ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی ښیي.
د نږدې لس میلیون افغانیو په لګښت په بدخشان کې د اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او په فراه کې د یوې بلې د جوړولو چارې پيل شوې.
په فراه کې له روغتیايي مرکزونو سره د سل زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو، طبي او نورو وسایلو مرسته وشوه.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې ۲۸۸۵ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن