Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د لویو باروړونکو موټرو لپاره د یوه معیاري ترمینل جوړولو چارې پيل شوې.
د فراه ولایت سیمهییز مسوولین وایی، د قطر «الغرافه» موسسې له لورې په دغه ولایت کې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د نږدې ۳۸ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۰۸ کورونو جوړولو چارې پیل شوې.
د فراه سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې له څه باندې درې زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې پر نشهيي توکو روږدي څه باندې ۷۰۰ کسان تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته واستول شول.
د فراه ولایت د بکواه یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ عمومي سړک ویجاړ شوی چې له امله یې د یوه ساعت مزل په څو ساعتونو کې کوي.
د فراه ولایت د ۱۱ ولسوالیو د ودانیو له ډلې یوازې د پرچمن ولسوالۍ ودانۍ روغه پاتې ده، د نورو ولسوالیو ودانۍ د تېرو جګړو له امله یا بشپړې او یا هم نیمې ویجاړې شوې دي.
د فراه ولایت په مرکز کې د ۲۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت درې سړکونه قیر او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
سېمهییز چارواکي وایي، په فراه کې د مخابراتي شبکو د ۱۱ نویو سایټونو د فعالولو چارې پیل شوې چې ورسره به په دغه ولایت کې ۸۰ سلنه مخابراتي ستونزې حل شي.
د فراه د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې څه باندې ۱۳۵۰۰ ټنه مۍ تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۷۴ سلنه ډېروالی ښیي.
د فراه پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت د ۳۹۵ ښوونځیو له ډلې ۱۸۸ یې خپلې ودانۍ نه لري او په کرايي کورونو کې فعالیت کوي.
د فراه ولایت په مرکز کې د څه باندې ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د نهو سړکونو د قیر کولو چارې پيل شوې.
په فراه کې د ۱۴۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت څلور کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP