Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د دایکنډي یو شمېر کروندګر وایي چې د روان کال په ترڅ کې د پرلهپسې ورښتونو له امله دغه ولایت کې د للمي غنمو کرکېله ډېره شوې ده.
دایکنډي کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې پر غلا تورن یو کس چې ځان یې له غلا کړي موټرسایکل سره ۱۵ متره لاندې اوبو ته غورځولی و، وروسته له اتو ساعتونو ژوندی را ایستل شوی دی.
مسوولین وايي، د دایکنډي په لرو پرتو سیمو کې د ۳۵۴ سیمهییزو ښوونځیو په جوړېدو له زدهکړو بېبرخې شاوخوا لس زره ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي، ترافیک پولیس د خلکو د غوښتنې پر اساس له هغو کسانو د موټرسایکل ټولولو لړۍ پیل کړې چې له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي.
د دایکنډي د فوټبال فدراسیون مسوولین وایي چې د دغه ولایت اوسېدونکو له ورزش سره د لېوالتیا له امله په خپل شخصي لګښت د فوټبال څو میدانونه جوړ کړي او د څو نورو ورزشي میدانونو جوړولو چارې هم روانې دي.
د دایکنډي ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت کې د «راف» طبي بوټي ټولول دود شوي او تېر کال حکومت له دې لارې څه باندې ۴۲ میلیون افغانۍ عاید تر لاسه کړي دي.
د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دغه ولایت پر مواصلاتي لارو تګ راتګ ستونزمن دی او اړتیا ده څو د مسافر وړونکو الوتکو لپاره د هوایي ډګر په جوړېدو سره هوایي مسیرونه برابر شي.
د دایکنډي د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، تېر کال یې د موسسو په مرسته څه کم ۹۱ وړې او لویې پراختیايي او ټولګټې پروژې پلي کړې دي.
د دایکنډي ولایت یو شمېر سیمو خلک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت لري، مسوولین هم وايي چې د دغه ولایت یوازې ۴۰ سلنه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
د دایکنډي ځیني اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د غوږونو، ستوني او سترګو ناروغیو ډاکټران نشته او د درملنې برخه کې یې له ستونزو سره مخ دي.
دایکنډي ولایت کې د فوټسال ۴۸ ټیمونو ترمنځ د فوټسال رمضاني جام سیالۍ پیل شوې.
ځايي مسوولین وايي چې بدخشان او دایکنډي ولایتونو کې د ۱۰۷۷ ښوونځیو له ډلې نیمايي یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP