ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت ورزشي میدانونه جوړ کړي

د دایکنډي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت ورزشي میدانونه جوړ کړي

author avatar
17 Apr 2024 - 16:36
د دایکنډي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت ورزشي میدانونه جوړ کړي
author avatar
17 Apr 2024 - 16:36

نیلي (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): د دایکنډي د فوټبال فدراسیون مسوولین وایي چې د دغه ولایت اوسېدونکو له ورزش سره د لېوالتیا له امله په خپل شخصي لګښت د فوټبال څو میدانونه جوړ کړي او د څو نورو ورزشي میدانونو جوړولو چارې هم روانې دي.

د دایکنډ‌ي د فوټبال فدراسیون رییس نصرالله وفا پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت اوسېدونکو تېرو څو میاشتو کې په خپل شخصي لګښت د فوټبال پنځه میدانونه جوړ کړي او د ځينو نورو د جوړولو چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.

هغه زیاته کړه چې د فوټبال د دغو میدانونو جوړولو لګښت د خلکو له خوا ورکړل شوی دی.

ده وویل چې د شهرستان ولسوالۍ د کتوت سیمې د فوټبال پر میدان ۴۲۰ زره افغانۍ او د شهرستان القان سیمې د فوټبال پر میدان ۳۸۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

نوموړي دغه‌راز وویل: «میراموراو کیتي ولسوالیو کې او دغه راز د اشترلي ولسوالۍ په کورګه سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت د فوټبال میدانونو جوړولو چارې روانې دي.»

وفا وایي چې دغه ورزشي میدانونه په خاکه ډول او په معیاري مساحت جوړ شوي او ځیني نور یې د جوړېدو په حال کې دي، د خلکو له خوا د ورزشي میدانونو جوړول له ورزش سره د دایکنډي د خلکو د لېوالتیا ښکارندویي کوي.

هغه دې برخې د حکومت د لا ډېر ملاتړ غوښتنه کوي.

دغه راز، دایکنډي کې د ورزش مینه‌وال وایي چې دا میدانونه ورزش ته د ځوانانو لا ډېرې هڅونې او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په موخه د خلکو په شخصي لګښت جوړ شوي دي.

د دایکنډي د شهرستان ولسوالۍ د القان سیمې د ورزشي میدان مسوول عبدالحکیم تنها وایي چې د فوټبال دغه میدان د ۱۲۰ مترو په اوږدوالي او ۸۰ مترو په پلنوالي سره جوړ شوی دی.

هغه وایي چې پر دغه میدان شاوخوا ۳۳۰ زره افغانۍ لګښت راغلی چې لګښت یې د همدې سیمې د خلکو له خوا ورکړل شوی دی.

تنها وایي، دا میدان ورزش ته د ځوانانو هڅونې او له نشه‌یي توکو څخه د هغوی لرې ساتلو په موخه جوړ شوی دی.

د اشترلي د کورګه سیمې د فوټبال د میدان مسوول دورمحمد روفي پژواک ته وویل چې دا میدان په خاکه ډول د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو له خوا جوړ شوی دی.

هغه دا اقدام د ورزش ودې او له ورزشکارانو څخه د ملاتړ لپاره مهم وباله.

بلخوا، دایکنډي کې د پېشکسوت یو ورزشکار جمعه‌خان وایي چې دغه ولایت کې د خلکو له خوا د ورزشي میدانونو جوړول یو بې‌ساری اقدام دی او ورزشي مسوولین باید له دوی ملاتړ وکړي.

هغه دغه ولایت کې د ورزشکارانو عمده ستونزې د ورزشي میدانونو او امکاناتو نشتون یادوي او دې برخه کې د حکومت د ملاتړ غوښتنه کوي.

نوموړي وویل چې دغه ولایت کې د فوټبال او فوټسال ورزشونو د پام وړ وده کړې ده.

نوموړی ټینګار کوي چې فوټبال او فوټسال سره د خلکو لېوالتیا له امله دمګړۍ په مرکز او ولسوالیو کې ۵۰ ټیمونو د رمضان جام سیالیو کې ګډون کړی او سیالۍ ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي اوسېدونکو نورې ډېرې ټولګټې پروژې په خپل شخصي لګښت تطبیق کړي او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.