ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې ځیني خلک: په دغه ولایت کې د غوږونو، ستوني او سترګو ناروغیو درملنې لپاره هیڅ امکانات نشته

دایکنډي کې ځیني خلک: په دغه ولایت کې د غوږونو، ستوني او سترګو ناروغیو درملنې لپاره هیڅ امکانات نشته

author avatar
13 Mar 2024 - 14:04
دایکنډي کې ځیني خلک: په دغه ولایت کې د غوږونو، ستوني او سترګو ناروغیو درملنې لپاره هیڅ امکانات نشته
author avatar
13 Mar 2024 - 14:04

نیلي (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۲): د دایکنډي ځیني اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د غوږونو، ستوني او سترګو ناروغیو ډاکټران نشته او د درملنې برخه کې یې له ستونزو سره مخ دي.

د هغوی په وینا، په دولتي او خصوصي برخه کې د غوږونو، ستوني او سترګو متخصصین فعالیت نه‌لري او دې چارې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دایکنډي یوه اوسېدونکي محمدرضا پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د غوږونو، ستوني او سترګو برخه کې د متخصص او مسلکي ډاکټرانو له نشتون سره مخ دي.

هغه زیاته کړه چې د غوږونو، ستوني او سترګو ناروغیو ډاکټرانو او امکاناتو نشتوالي له امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي څرګنده کړه چې د لارې لرې‌والي ترڅنګ خلک د بې‌وزلۍ له امله کابل ته د خپلو ناروغانو لېږدولو وس نه‌لري؛ ځکه د هغه په وینا، پر تګ راتګ ډېر لګښت راځي.

هغه زیاته کړه: «له مسوولینو مو غوښتنه دا ده چې د یادې ستونزې هواري برخه کې ګټور او اغېرناک ګامونه واخلي څو خلک اړ نه وي ډېر لرې او اوږد مزل وکړي او د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته ولاړ شي.»

د دایکنډي میرامور ولسوالۍ اوسېدونکي انور پژواک ته وویل: «د لور په غوږ کې مې حشره ننوتلې وه، هر ځای لاړم، ان نیلي ښار ته لاړم ویې ویل چې ډاکټر او وسایل یې نشته، باید کابل ته یې بوځئ، بالاخره د ناچارۍ له امله مې لور کابل ته بوتله، ژر ښه شوه.»

هغه زیاته کړه، د ډاکټر او د غوږونو او ستوني وسایلو نه شتون له امله خلک اړ کېږي چې د ساده ناروغیو درملنې لپاره ډېر مصرف او لګښت وکړي.

د دایکنډي یو بل اوسېدونکی حسین وايي چې پخوا او اوس په دغه ولایت کې روغتیایي برخه کې اسانتیاوو او امکاناتو ته چندان پاملرنه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه چې د غوږونو، ستوني او سترګو برخه ډېره مهمه او حساسه ده، خو په دایکنډي کې د دغو ناروغیو درملنه نه کېږي. همدارنګه پّ دغه ولایت کې په دې برخه کې هیڅ متخصص ډاکټر هم نشته.

هغه زیاته کړه چې د غوږ او ستوني ناروغیو درملنې لپاره د داخلې برخې ډاکټران له امکاناتو پرته خپله هڅه کوي، خو پایله نه ورکوي.

نوموړي وویل چې د یاد ولایت د خلکو خراب اقتصادي وضعیت، لرو او سختو لارو ته په کتو کابل ته د ناروغانو لېږدول ډېره سخته او ستونزمنه ده.

نوموړی له حکومته غواړي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او کومو برخو کې چې خلک ورته جدي اړتیا لري هڅه دې وشي څو لږ تر لږه د خلکو لومړنۍ ستونزې هوارې شي.

ورته مهال، د دایکنډي روغتیایي مسوولین ټینګار کوي چې د دغه ولایت روغتونونه د غوږونو، ستوني او سترګو برخه کې د درملنې امکانات او مسلکي ډاکټران نه‌لري.

د دایکنډي عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدغني صمیم وویل: «په دولتي روغتونونو کې د غوږونو، ستوني او سترګو متخصصین نشته، خو په وار وار مو وړاندیز وکړ چې د دولتي روغتون ظرفیت دې لوړ شي څو د ټولو ناروغیو د درملنې امکانات ولرو.»

هغه زیاته کړه، چې کله د دولتي روغتون د ارتقا وړاندیز منظور شي، د غوږونو، ستوني، سترګو او نورو برخو ناروغۍ به د درملنې وړ وي.

هغه څرګنده کړه، دایکنډي کې یوازې یو خصوصي روغتون فعال دی چې هلته هم د یادو ناروغیو درملنې امکانات نشته.

نوموړي څرګنده کړه: «د غوږونو، ستوني او سترګو برخې متخصصین دایکنډي ته نه راځي، که راشي ډېر لګښت ته اړتیا لري چې شخصي روغتونونه دغه لګښتونه پوره کولای نه شي.»

دایکنډي د هېواد له لرو پرتو ولایتونو دی چې د اوسېدونکو په وینا یې، اوس هم د روغتیایي خدمتونو برخه کې ډېرې ستونزې لري.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.