د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې یو کس د ښکاري ټوپک په ډز وژل شوی خو د سیمې خلک وايي، دغه کس د خپل ورور له خوا وژل شوی دی.
پولیسو د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې دوه تنه په دې تور نیولي چې له خلکو یې څه باندې ۸۰۰ زره افغانۍ په دې پلمه ټولې کړې چې د قوشتېپې کانال پر غاړه ورته ځمکې وېشي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، هغه ډله غله یې نیولي چې د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې یې یو ټکسي موټر غلا او د هغه چلوونکی یې ټپي کړی و.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اته نور ټپیان شوي دي.
د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شپږ کلنه دښمني پای ته ورسېده او پرېکړه وشوه یو لوری به یو میلیون افغانۍ دیت او بل لوری به ۳۰۰ زره افغانۍ تاوان ورکوي.
ځايي مسوولین وايي چې په غزني، پروان او بادغیس ولایتونو کې د جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د پروان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي چې د «افغان ښځو» (AWEC) په نوم د ښوونیز مرکز په مالي ملاتړ په ۸۳ ګروپونو کې تنظیم شوو ۴۹۸ ښځو ته د خیاطۍ بېلابېل ماشینونه او وسایل ووېشل شول.
په پروان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د سیاهګرد ولسوالۍ په بازار کې اورلګېدنې هټۍوالو ته شاوخوا لس میلیون افغانیو زیان اړولی دی.
پروان کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د سیاهګرد ولسوالۍ په بازار کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
سیمهییز چارواکي وایي، د پروان ولایت غوربند دره کې د سېلابونو راوتلو له امله د پروان – بامیان لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
چارواکو په پروان کې د شل ټنه بېکیفیته، تقلبي او تاریختېرو توکو د له منځه وړو پر مهال وویل، د خوندي خوراکي توکو او درملو بازار درلودو لپاره د دغه ډول توکو د له منځه وړل د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، نن سهار د دغه ولایت په نجراب ولسوالي کې د یوه ۱۹ کلن ځوان مړی موندل شوی دی.