Language

پروان کې نامعلومو وسله‌والو یو کس وژلی

چاریکار (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): د پروان امنیتي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یو ۱۴ کلن تنکی ځوان د نامعلومو وسله‌والو له خوا وژل شوی دی.

د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدکامران زید وایي، نامعلومو وسله‌والو پرون مازیګر شاوخوا ۴ بجې په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د اقبال په نوم یو ۱۴ کلن ځوان وژلی دی.

سرچینې زیاته کړې: «امنیتي ځواکونو د رمضان په نوم یو کس چې شاوخوا ۲۶ کلن دی او د سرخ پارسا ولسوالۍ اوسېدونکی هم دی نیولی، د ګل‌زمان په نوم یو بل کس چې په دغه قتل کې یې لاس درلود په تېښته بریالی شوی دی.»

د پروان امنیه قوماندنۍ ویاند وویل، د دغه قتل اصلي علت او انګېزه تر اوسه نه ده معلومه خو امنیتي ځواکونه د دویم کس د نیولو په لټه کې دي څو هغه هم ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

login or register a new account.