د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
د کاپیسا په تګاب او د بامیان په مرکز کې دوو ځوانانو ځانوژنه کړې ده.
د پروان د سیاهګرد ولسوالۍ په چهارده سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
چاریکار (پژواک، ٢٢ مرغومی ١٤٠٢): د پروان امنيه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز چاریکار کې دوه انسانتښتوونکي ووژل شول او یو زرګر
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، تېره شپه د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې یوه کس خپل پلار د ښکاري ټوپک په ډز وژلی او د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوی دی.
د پروان د ممیزو پروسس شرکت د ښځینه کارکوونکو ۷۸ سلنه ډېروالي او روسیې ته د صادراتو دوه چنده کېدو په اړه خبر ورکوي او د دغه شرکت کارکوونکې خوشحاله دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.
تېره شپه د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د ترافیکي پیښې له امله دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
چاراوکي وایي، امنیتي ځواکونو د پروان په جبلالسراج ولسوالۍ کې درې هغه رینجر موټر ترلاسه کړي چې په غیرقانوني توګه په یوه کور کې ساتل کېدل.
چارواکي وایي، د سالنګ لویه لار په نوبتي ډول د باروړونکو موټرو پر مخ هم پرانیستل شوه او که موټرچلوونکي پر دې لار له ټاکلې کچې ډېر وزن ولېږدوي، قانوني چلند به ورسره وشي.
د ا.ا د قضایاوو عمومي رییس وايي چې له غصبه د امارتي ځمکو راګرځولو او مخنیوي کمېسیون له جوړېدو راهیسې تر اوسه د هېواد په کچه یونیم میلیون جریب ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې ده.
د پروان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په سیاهګرد ولسوالۍ کې ۲۵۰ دوکانونه چې پر دولتي ځمکې جوړ شوي وو له ۲۵ کلونو غصب وروسته تخریب شول او دغه ځمکه بېرته د حکومت تر تصرف لاندې راغله.
پروان کې د طلوعنیوز یو خبریال روحالله سنګر – چې د خبریالانو ملاتړو بنسټونو یې د نیول کېدو خبر ورکړی و – خوشی شو.