ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د ولسي څارنې پروګرام له لارې د یوه کلینیک ځينې ستونزې هوارې شوې

پروان کې د ولسي څارنې پروګرام له لارې د یوه کلینیک ځينې ستونزې هوارې شوې

author avatar
8 Dec 2021 - 15:45
پروان کې د ولسي څارنې پروګرام له لارې د یوه کلینیک ځينې ستونزې هوارې شوې
author avatar
8 Dec 2021 - 15:45

چاریکار (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۰): د کهکشان ګروپ او د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په تخنیکي ملاتړ د پروان ولایت له روغتیايي مرکزونو د ټولنیز څارنې پروګرام په پلي کېدو سره د جبل السراج ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي کلینیک ستونزې هوارې شوې دي.

د پروان ولایت له روغتیایي مرکزونو د ټولنیز څار پروګرام د روان کال له پیله د کهکشان ګروپ موسسې له لارې د روڼتیا څار بنسټ په تخنیکي او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) په مالي ملاتړ په لاره اچول شوی چې د دغه پروګرام له لارې ټاکل شوی ولسي څارونکی له ځایي کلینیکه په اوونۍ کې یو ځل لیدنه کوي، ستونزې معلوموي او بیا یې له خلکو او چارواکو سره شریکوي او وروسته دغه ستونزې په سیمه ییز روغتیایي مرکز کې د روغتیایي خدمتونو د ښه کولو په موخه هواروي.

د کهکشان ګروپ موسسې رییس بريالی بهادر وايي، د اړینو درملو او ښځو واکسيناتورانو کمښت، په رسمي ساعتونو کې د کارکوونکو نه موجودیت، د روغتيايي مرکز په داخل کې نظافت نه مراعاتول، د يونيفورم نه اغوستل، روغتیایي مرکز ته د ډاکټرانو ناوخته تګ، له ناروغانو سره د کارکوونکو ناسم چلند، په سرحوض کلینیک کې هغه روغتیایي ستونزې وې چې د کهکشان ګروپ موسسې د څارنې په پایله کې حل شوی.

بهادر زیاته کړه، د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ له یو کال په کمه موده کې د کهکشان ګروپ په همکارۍ په پروان کې ۱۶ روغتیايي مرکزونه د ولسي څارنې له لارې تر پوښښ لاندې راوستلي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د ولسي څارنې له امله د پروان ولایت د روغتیایي مرکزونو ۸۰ سلنه ستونزې هوارې شوې دي.

د بهادر په وینا، د ښځینه نرسانو کمښت او د څښاک اوبو نشتوالی د جبل السراج کلینیک له لویو ستونزې دي چې تر اوسه نه دې هوارې شوې.

نن د عامه خدمتونو ښه کېدو په موخه د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په تخنیکي مرسته، د کهکشان ګروپ موسسې په همکارۍ او د یو اېڼ ډي پي په مالي ملاتړ د جبل السراج د سرحوض کلینیک کې د مدني رضا کارو ډلو په ګډون غونډه جوړه شوې وه.

بهادر زیاته کړه چې په څه کم یوه کال کې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د کهکشان ګروپ موسسې په مرسته په پروان کې ۱۶ روغتیايي مرکزونه څارلي او ارزولي دي.

هغه ټینګار کوي چې د څارنې او ارزونې له لارې په پروان کې د روغتیايي مرکزونو ۸۰ سلنه ستونزې هوارې شوې دي.

د جبل السراج ولسوالۍ د سرحوض روغتیايي کلینیک اداري مدیر عبدالله ملک زاده هم په دغه کلینیک کې د دغو ستونز شتون او حل تاییدوي.

هغه وويل، د څښاک اوبو د نشتوالي او ښځينه ډاکټرانو د کمښت ستونزو د هواري لپاره هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه: «د څښاک اوبو لپاره مو څو ځلې د پروان عامې روغتیا ریاست ته وړاندیز کړی، دوی په پلان کې لري چې د کومې موسسې له خوا دغه ستونزه هواره کړي.»

د سرحوض سيمې يوه مخور حاجي جمال الدين هم د روڼتیا څار بنسټ پروګرام په اړه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د څښاک اوبو او د ښځينه ډاکټرانو کمښت ستونزې ته هم بايد پاملرنه وشي.

د جبل السراج ولسوالۍ د سرحوض کلینیک د ۱۶۰۰۰ کورنیو لپاره روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام د ډنمارک سفارت په مالي مرسته له تېرو دوو کلونو راهيسې د اداري فساد د مخنيوي په موخه له مدني ټولنو سره کار کوي.

د ډسمبر نهمه د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده، له فساد سره مبارزه اوس یوه نړیواله پدیده ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې فساد پر هر هېواد اغېز کوي؛ خو اسناد ښیي چې د دې پدیدې له امله بېوزلو خلکو ته ډېر زیان رسېږي.

فساد د پرمختیایي موخو لپاره یو لوی خنډ رامنځته کړی، د ډیموکراسۍ او قانون پلي کولو پر وړاندې ګواښ دی، د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ته لار هواروي، سوداګریز بازارونه او د ژوند کیفیت له منځه وړي. د جرمونو ترسره کولو ته لار هواروي او د انسان ژوند خوندیتوب ته خطر پېښوي، دغه راز فساد د بې ثباتۍ او فقر د ډېروالي لامل کېږي او د حساسو هېوادونو په ویجاړولو کې اساسي رول لري.

Visits: 154

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.