Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د نورستان په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د نږدې ۹۰ میلیون افغانیو په لګښت پنځه رغنیزې پروژې پیل شوې.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۵۰ زره څاروي د طبق پر ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې نږدې ۱۴ زره تلف شوي دي.
د کونړ ځایي مسولین وایي، د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د دیوهګل درې د نښترو په یوه ځنګل کې اور لګېدلی چې شاوخوا ۳۰ هکټاره ځنګل یې سوځولی دی.
د کونړ د غازياباد ولسوالۍ په ګورین سیمه کې د سړک جوړولو په موخه د تیږو ماتولو لپاره په لاس جوړ شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې نږدې ۵۰ زره ماشومان چې له ښوونځيو لرې دي، په کلیوالي ټولګیو او مدرسو کې ورته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د اروپایي ټولنې په مالي لګښت یې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د اوبو رسولو دوې شبکې جوړې کړې چې ۵۰۰ جریبه للمي ځمکې به خړوب کړي.
د کونړ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په پوهنتون کې د محصلینو ترمنځ د خپلمنځي شخړې له امله یو تن وژل شوی او په تړاو یې درې تنه نیول شوي دي.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت د صفر کچې ته رسېدلی او د یو شمېر مرستندویه ادارو په همکارۍ په مرکز او ولسوالیو کې د بدیل معیشت پروګرام لړۍ روانه ده.
د اسلامي امارت د ریاستالوزراء د پرېکړې پر اساس د کونړ په مرکز اسعداباد او ولسوالیو کې د لویو لارو او عمومي سړکونو د پراخولو عملي چارې پيل شوې.
تېره شپه د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې د یوه کور د دوو خونو چتونو لوېدلي چې له امله یې درې ماشومان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
ځايي مسوولین وايي، تېره ورځ د نورستان د مرکز پارون په پرونز غرنۍ سیمه کې د واورې ښویېدنې له امله یو ځوان مړ شوی او درې تنه نور ژوبل شوي دي.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د یوه ځوان د وژلو په تور څلور کسان نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP