Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
کونړ کې ځايي مسوولین چې د دغه ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د کونړ په وټهپور ولسوالۍ کې د مناګي برېښنا بند د رغونې چارې پیل شوې چې تر راتلونکو څلورو میاشتو به بشپړې شي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې مطالعې ته د ځوانانو هڅونې په موخه د ازادو سیالیو او فکري روزنې پروګرامونو جوړېدل د دې لامل شوي چې عامه کتابتونونو ته د تېر کال په پرتله د ځوانانو ورتګ ډېر شي.
د کونړ وټهپور ولسوالۍ د څپري سیمې اوسېدونکي وایي، ۲۵ کاله مخکې یې په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړې وه چې اوس د بارانونو له امله ویجاړه شوې ده.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د ګونډیل غرنۍ سیمې اوسېدونکو ته یې روغتیایي مرکز جوړ کړی دی.
اسعداباد ښار کې د TFC سازمان له لوري جوړو شوو سیالیو کې پنځو افغان لوبغاړو خپلو پاکستاني سیالایانو ته ماتې ورکړې.
کونړ کې یو شمېر مالدارانو دغه ولایت کې د مالدارۍ ملي ورځې د نمانځنې په موخه جوړه شوې غونډه کې غوښتنه وکړه چې د مالدارۍ سیسټم د عصرې کېدو برخه کې دې ورسره مرسته وشي.
کونړ کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ داخلي بېځایه شوو او تازه راستنو شوو کورنیو ته کورونه جوړ شوي دي.
د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د کونړ وټهپور ولسوالۍ اړوند «څپرې» سیمه کې سلګونه کورنیو ته د لومړي ځل لپاره روغتیایي مرکز جوړ شو.
د کونړ ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د نږدې درې میلیارد افغانیو او ۱۶ میلیونه ډالرو په لګښت لسګونه پرمختیایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې خلک اوس د ودونو او خوښیو په مراسمو کې د موسیقۍ پر ځای مشاعرې او ادبي ناستې ترسره کوي.
د نورستان د ټولګټو چارو ریاست وايي، د کونړ – نورستان پر لویه لار د واما ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې یو پل جوړ کړی او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن