Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو یو ځل بیا پرون او نن پر غزې هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریال ملي ورځې په مناسبت ویلي چې په هېواد کې رسنیز وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی او اسلامي امارت له رسنیو ملاتړ کوي، خو خبریالان باید ژورنالیستیکي اصولو ته درناوی وکړي او د افغانستان اصلي فرهنګ په پام کې ونیسي.
اسلامي امارت له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو بنسټونو غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو د ګاونډیو هېوادونو د ناعادلانه پرېکړو له امله د هغوی حقوق پایمال نه شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې افغانستان روان کال (۱۴۰۳) کې د هېواد هوايي دهلیز له لارې د ۱۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او د ۱۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې د نړۍوال چاپېریالي اسانتیاوو صندوق (GEF) له لوري افغانستان کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره نږدې ۱۰ میلیونه ډالره بودجه تصویب شوې ده.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې د امریکا غږ او د دغه هېواد یو شمېر دولتي رسنیو کارکوونکي په اجباري ډول رخصت شوي او د ازادۍ راډیو بودجه هم قطع شوې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان له مرستیالې سره په لیدنه کې ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري ایستل، په کور دننه د مرستې رسونې لړۍ ټکنۍ کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د پولې د ترسیم تړون یو مثبت پرمختګ او د سیمې د ثبات لپاره ارزښتناک ګام یاد کړی دی.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بدخشان ولایت د واخان سړک د دویم فاز د جغل اچولو پروژې تړون له یوه داخلي خصوصي شرکت سره د ۱۴۳ میلیون افغانیو په ارزښت لاسلیک کړ.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولین وایي، هېڅوک نه شي کولای چې کرېډېت کارتونه تر خپل معمول ارزښت په لوړه بیه وپلوري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له دوو موسسو سره د څه باندې یو میلیون او ۲۰۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډوهمکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د یوناما د مشرې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې ا.ا له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل لپاره خپله ټوله هڅه کړې خو ځیني هېوادونه په دې برخه کې خنډونه جوړوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP