Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مخابراتو وزارت: هېڅوک نه شي کولای کرېډېت کارتونه په لوړه بیه وپلوري

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۳): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولین وایي، هېڅوک نه شي کولای چې کرېډېت کارتونه تر خپل معمول ارزښت په لوړه بیه وپلوري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي نن پرخپله اېکس‌پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې داسې معلومات ترلاسه کړي چې ګواکي د هېواد یو شمېر سیمو کې کرېډېټ کارت پلورونکي د مخابراتي شرکتونو اړوند کرېډېټ کارتونه له خپلې اصلي بیې په لوړه بیه پلوري.

اعلامیه کې راغلي، معلومات ښيي چې یوشمیر کرډېټ کارټ پلورونکي د ۵۰ افغانیو کرډیټ کارت په غیر قانوني ډول په ۵۵ او یا هم د ۱۰۰ افغانیو کرډیټ کارټ په ۱۱۰ افغانیو پلوري.

د اعلامیې له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې ټولو هغو کرېډېټ کارت پلورونکو ته چې د سکرچ کارت او یا هم په الکټرونیکي ډول د مخابراتي شرکتونو پېرېدونکو ته چې په دغې برخه کې خدمات وړاندې کوي خبرداری ورکوي چې هېڅوک نه شي کولای کرېډیت کارتونه له خپل معمول ارزښت په لوړه بیه وپلوري او د سرغړونې د لیدو په صورت کې به یاد کس له قانوني چلند سره مخ کېږي.

اعلامیه کې ویل شوي، د مخابراتي شرکتونو پېرېدونکي کولای شي د ستونزې لیدو په صورت کې د اترا ادارې د شکایاتو اورېدو برخې له ۹۹۹ شمېرې سره خپله ستونزه شریکه کړي.

اعلامیه کې راغلي، د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره خلکو ته ډاډ ورکوي چې افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو ټولې چارې د قوانینو پراساس مخې ته ځي او هېڅوک نه شي کولای د هېواد د مخابراتي قوانینو خلاف کړنې ترسره کړي.

د اعلامیې د معلوماتو له مخې، اترا اداره چې ټول هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم دنده پر غاړه لري، د خپلو هېوادوالو ستونزې له نږدې څاري او د حل په موخه یې وخت په وخت موثر ګامونه پورته کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.