د غزني او پکتیکا ولایتونو اړوند د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني د قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیمهییزو چارواکو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د میدانوردګو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۲،۶ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د غزني ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۶۱ ورزشکارانو په ګډون د کونګفو اوولسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
د میدانوردګو د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د لسو ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.
د شمال زون یو شمېر ځوانان چې د بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو استازي پهکې شامل دي، د ملي یووالي، اتحاد او ورورولۍ له پیغام سره سوېلختیځو ولایتونو ته له سفر وروسته غزني ته تللي دي.
میدانوردګو کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې له پخوا پاتې یوه ماین پر یوه موټر چاودنه کړې چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
په غزني ولایت کې یو شمېر بزګران وایي چې د وچکالۍ له امله یې سږ کال د غنمو حاصلات د پام وړ کم شوي او غوښتنه کوي چې د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو تخمونو او نورې مرستې دې ورسره وشي.
د غزني د کرکټ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کرکټ ۲۴ کلبونو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال انټرکلب ۵۰ اوریزې سیالۍ پیل شوې.
د غزني د پوهنې ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ۷۷۱ ښوونځیو له ډلې شاوخوا ۲۵۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې د ونو او دیوالونو سیورو ته زدهکړې کوي.
غزني ته له پاکستانه راستنې شوې یو شمېر کورنۍ له حکومت او اړوندو موسسو غوښتنه کوي چې د دوی ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي؛ مسوولین وايي، هڅه کوي په دې برخه کې هغوی ته ټولې اسانتیاوې رامنځته شي.
د غزني سیمهییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د واغظ ولسوالۍ کې د لس میلیون افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو یوه شبکه جوړيږي.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یوې ماشومې په اوبو کې د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.