غزني کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو سړکونو کانکرېټولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
د غزني والي د سیمهییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ غونډه کې له خبریالانو پر هر اړخیز ملاتړ او اطلاعاتو ته پر لاسرسی ټینګار کړی دی.
د غزني ښاروالي وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښټ د ۱.۸ کیلومتره سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غزني د کانونو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د ۵۰ میلیون افغانیو په پانګونه د ګچو یوه کان د کیندنې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د غزني د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست وایي چې د دغه ولایت په اندړو او قرهباغ ولسوالیو کې یې په جبري نکاح د څلورو نجونو ورکولو مخه نیولې ده.
د غزني د پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو ښوونځیو ته د ۷۲ میلیون افغانیو په ارزښت د مرسته شوو درسي توکو د وېش لړۍ پیل شوه.
د غزني ولایت د سلطان د اوبو بند د ساتنې او څارنې پروژې چارې د څه باندې ۱۰۹ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د قرهباغ او اندړو ولسوالیو په مربوطاتو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله، د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږو تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
غزنيښار (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني ولایت د مرکز او ولسوالیو د لس لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۱۲ اوریزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۲۲ لوبغاړو ترمنځ د بوکس سیالۍ پیل شوې.
د غزني ولایت د مرکز اړوند د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وایي چې لا هم په خپلو ورځنیو چارو کې له شخصي برېښنا ګټه اخلي چې په لوړه بیه ورته تمامېږي او غوښتنه کوي چې وارداتي برېښنا دې ورکړل شي.