د غزني ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۵۰ لوبغاړو ترمنځ د کونګ فو انتخابي سیالۍ پیل شوې.
د پوهنې وزارت وايي چې په غزني ولایت کې لسو ښوونځیو ته نوې جوړې شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او په میدانوردګو کې د یوه ښوونځي د ودانۍ د بیارغونې چارې بشپړې شوې.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او د سیمې اوسېدونکو ترمنځ د څرځای پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د سړک غاړو او نورو پلورونکو له خوا په کراچیو کې د توکو د پلور په موخه د لګول شوو لاوډسپېکرونو غږونو خلک له ستونزو سره مخ کړي خو مسوولین وایي، د دې ستونزې مخنیوي لپاره هڅې کوي.
د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې یو کس تېره شپه د ناپېژانده کسانو له لوري وژل شوی دی
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
غزنيښار (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز او ۱۸ ولسوالیو د
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت د موزیم اته قلمه تاریخي اثار د اسلامي هنرونو یوه نړۍوال نندارتون ته – چې په نږدې راتلونکي کې د قطر په کوربهتوب جوړېږي – غوره شوي دي.
په غزني کې د ۱۸ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول چې د یو شمېر دیني عالمانو په ګډون پهکې سلګونو کسانو ګډون کړی و.
د غزني د بدني روزنې او ورزش ریاست وايي، د لوی اختر په مناسبت د دغه ولایت په ګډون د کندهار، هلمند او زابل ولایتونو د کوچيانو د ۲۴۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې اونیزې سیالۍ ترسره شوې.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې یو کس د لامبو پر مهال اوبو کې ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ دوو غړو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP