غزنيښار (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش ریاست وايي، د لوی اختر په مناسبت د دغه ولایت په ګډون د کندهار، هلمند او زابل ولایتونو د کوچيانو د ۲۴۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې اونیزې سیالۍ ترسره شوې.
د یاد ریاست امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سیالۍ د ملي او سیمهییزو لوبو د ودې او پراختیا په موخه د غزني ښار په اسفنده دښته کې ترسره شوې چې پهکې د نیازي او اندړو کوچيانو پهلوانانو ګډون کړی و.
هغه وویل چې یادې سیالۍ د اختر په لومړۍ ورځ پیل او نن پای ته ورسېدې.
هغه زیاته کړه چې دا لوبې پر درېیو سني کټګوریو (ځوانان، نوي ځوانان او مشران) وېشل شوې وې او د غزني د ورزش ریاست او د غېږنیونې فدراسیون په همغږۍ ترسره شوې.
مجاهد دا ډول سیالۍ د ورزش فرهنګ پراخېدو لپاره مهمې وبللې ویې ویل، هڅه کوي په راتلونکي کې ورته نورې سیالۍ هم تنظیم کړي.
ورته مهال، یو شمېر پهلوانان چې په دې سیالیو کې یې برخه اخیستې وه، له حکومته وغوښتل چې په دغه ولایت کې دې د بېلابېلو ورزشي لوبو لپاره معیاري لوبغالي جوړ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP