منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۷ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

غزني کې ناپېژانده کسانو یو کس وژلی

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۳ کتنې

غزني‌ښار (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت  په ګیرو ولسوالۍ کې یو کس تېره شپه د ناپېژانده کسانو له لوري وژل شوی دی.

د غزني د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د ګیرو ولسوالۍ د دېسي په کلي کې شوې ده.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې په دې تړاو یې څو کسان نیولي او ښایي چې دغه پېښه د خپلمنځي شخړې له امله شوې وي.

سرچينې لیکلي چې نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي.