Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
ځايي مسوولین وايي چې په ننګرهار او فراه ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي دي.
په ننګرهار کې د زړې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان ټپیان کړي او په لوګر کې د یوه ماشوم مړی موندل شوی دی.
د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په دوربابا او هسکه مېنه ولسوالیو کې یې له ۲۴۰۹ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولايت سپینغر او سرهرود ولسوالیو کې د دوو خپلمنځي شخړو له امله دوه کسان وژل شوي او په تړاو یې درې تنه نیول شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې د یوې ښځې د ځانوژنې په بدل کې بله ښځه د خسرګنۍ له لوري وژل شوې ده.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۱ ميليون افغانيو په لګښت د یوه سړک د بيارغونې چارې پيل شوې.
د امر بالمعروف سرپرست وزير ننګرهار کې د يوې غونډې په ترڅ کې وویل چې اسلامي امارت د اسلام په چوکاټ کې د بيان ازادۍ ته بشپړه ژمنتيا لري.
په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د لاسلیک ورځ ونمانځل شوه.
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د نږدې ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ او زیانمن شوي سلګونه کورونه ورغول شول.
د ننګرهار ولایت د کليو بیارغونې او پراختيا ریاست وايي، د دغه ولايت په روداتو ولسوالۍ کې يې له څه باندې ۱۵۰۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ کې د مسئولينو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ دولس کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن