Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د سرپرست حکومت رییسالوزرا وایي، په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري نسلوژنه روانه ده او نړۍوال باید د دې ناورین د پای ته رسولو لپاره عاجل او مثبت اقدامات وکړي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، روان ۲۰۲۵ کال به په افغانستان کې د ۱۲ میلیون ماشومانو په ګډون ۲۲،۹ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د قزاقستان ولسمشر د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه باید تر درې میلیارد ډالرو پورې ورسېږي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چې له افغانستانه سعودي عربستان ته د ۳۰ زره افغان حجکوونکو د لېږد بهیر بشپړ شو.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې هند له افغانستان سره د انفلونزوا او «مننجیت» ناروغیو د ۱۱ زره دوزه واکسینو مرسته کړې ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د پکتیکا ولایت لپاره یې د ۴۴ نوو مخابراتي سایټونو منظوري ورکړې چې په جوړېدو سره به یې د دغه ولایت د لرو پرتو سیمو خلک له مخابراتي خدمتونو برخمن شي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، په مسکو کې د افغانستان د سفارت سرپرست جمال ناصر غروال د لوړپوړو امنيتي چارواکو دیارلسم امنیتي نړۍوال فورم کې ګډون کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چین د لوېديځ شلم نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، افغانستان د پراخو طبیعي زیرمو، کرنیزو تولیداتو او مهم جغرافیايي موقعیت له امله کولای شي د سیمې د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر څلورلارې بدل شي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د تېرو دوو میاشتې په اوږدو کې یې افغانستان ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۵۰۷۸ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له زندانونو ۵۲ نور افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د ځینو عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د نړۍوالو سازمانونو استازو پر غزې د اسرائیل بریدونه غندلي او د هغو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.
د راپورونو له مخې، د پاکستان پنجاب ايالت کې د توپانونو او ورښتونو له امله په بېلابېلو سيمو کې ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۲ نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP