Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې، د ټولو هوټلونو او سیار رسټورانټونو د انتفاعي مالیې کچه دوه سلنې ته ټیټه او دغه راز د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو د في لېتر ثابته مالیه ۰،۳ افغانیو ته ټیټه شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، یوه چیني شرکت ویلي، چمتو دی چې د ۲۰ میلیون ډالرو په پانګونې سره افغانستان ته باروړونکي موټر او سکواټورونه وارد کړي.
د بهرنیو چارو وزارت، په هالنډ، هسپانیا، بلغاریا، د المان په منشن ښار او چک جمهوریت کې د هېواد د استازولیو قونسلي خدمتونه او اسناد د منلو وړ بولي، خو وایي، په کاناډا، اسټرالیا، او هغو اروپایي هېوادونو کې اعتبار نه لري چی مخکې یې په اړه اعلامیه ورکړې ده.
کابینې د اوبو او برېښنا وزارت ته دنده سپارلې چې د امو سیند سواحلو استحکام په اړه پرېکنده اقدامات ترسره کړي او د سيند غاړو د تخريب مخه ونيسي.
په چین کې د افغانستان سفیر د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا، سوداګریزو، ترانزیټي او قونسلي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان ستره محکمه وايي، د کابل ښاري ابتدائيه محکمه کې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم تعزيري سزا ورکړل شوه.
د افغانستان بانک وايي چې په هرات ولایت کې یې ۵۵۹ میلیون او ۱۴۰ زره زړې افغانۍ سوځولې دي.
د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، په سرحدي ولایتونو کې د سرحدي سيمو اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره کمېټې جوړېږي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د میدانوردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د «اندریس» په نوم یو امریکايي تبعه د اسلام پر مبارک دين مشرف شو.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې په نږدې راتلونکي کې به په ټول هېواد کې د برېښنایي لایسنس ورکولو لړۍ پیل شي.
کندهار کې د اصلاحي غونډې پر مهال د ا.ا چارواکو ویلي، ګرمه او فزیکي جګړه پای ته رسېدلې، خو سړه او فکري جګړه اوس هم روانه ده؛ د اردو منسوبین باید له هغو اسبابو ډډه وکړي چې د ولس د نفرت لامل ګرځي.
راپورونه وايي، د امریکا او روسیې ترمنځ له سړې جګړې وروسته د بندیانو تر ټولو ستره تبادله ترسره شوې او په ټوله کې ۲۴ بندیان ازاد شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن