کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۴): د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له یوې موسسې سره د ۲۵۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور جوړونې او یو شمېر چاپېریالي فعالیتونو د ترسره کولو په تړاو د ګډې همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړهلیک د یادې ادارې سرپرست مولوي مطیعالحق خالص او «رها» موسسې مشر محمد یوسف حمیدیان ترمنځ کابل کې لاسلیک شوی.
سرچینې لیکلي، یاد هوکړهلیک ۲۵۵ زره امریکایي ډالر ارزښت لري او د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور جوړونې او یو شمېر چاپېریالي فعالیتونو د ترسره کولو په تړاو لاسلیک شوی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې راپور کې به د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د اوسني حالت ارزونه، ننګونې او وړاندیز شوې حللارې په پام کې ونیول شي چې د یاد هوکړهلیک پربنسټ چمتو کېږي.
د رها موسسې رئیس ویلي، دا راپور به د څېړنو، سروېګانو او مسلکي ارزونو پربنسټ جوړ شي او له طبیعي منابعو، هوا، اوبو، ځنګلونو، خاورې، ښاري ککړتیا، او د اقلیم بدلون پورې اړوند وضعیت به په کې په تفصیل سره تحلیل شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست ویلي: «دا تفاهملیک موږ ته دا زمینه برابروي چې د یو خپلواک، علمي او مستند راپور له لارې د افغانستان چاپېریالي ستونزې په ګوته او وڅېړو.»
نوموړي وویل، دا راپور به نه یوازې د دولتي ادارو لپاره یو مهم سند وي، بلکې نړۍوالو مرستندویه بنسټونو ته به هم د همکاریو لاره هواره کړي.
خالص زیاته کړې، تمه ده چې د راپور لومړنۍ مسوده تر راتلونکو شپږو میاشتو بشپړه شي او د اړوندو ادارو او کارپوهانو سره تر شریکېدو وروسته خپره شي.
د هغه په خبره، په راپور کې به د چاپېریالي ستونزو ترڅنګ، د خلکو پر ژوند، کرنه، مالدارۍ، او اقتصاد باندې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو اغېزې هم شاملې وي او دغه راز به وړاندیزونه هم وشي چې څنګه په دوامداره ډول د چاپېریال ساتنې لپاره ملي او سیمهییزې ستراتیژۍ رامنځته شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لیکلي، د یاد هوکړهلیک له مخې به چاپېریالي پالیسۍ جوړولو لپاره لاره هواره شي او راتلونکي کې به د یادو راپورونو د شننو او څېړنو پربنسټ د چاپېریال ساتنې په تړاو معیاري پالیسي جوړه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP