Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان له زندانونو ۲۸۷ نور افغان کډوال خوشې شول

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له زندانونو د ۲۸۷ نور افغان کډوال خوشې او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر افغان کډوال په تېرو دوو ورځو کې هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار تورخم سرحدي امریتونو له قوله لیکلي چې یاد کسان د اسنادو پر درلودو سربېره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر لس ورځو بندیان وو.

د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.

د کډوالو چارو وزارت نه دي ويلي چې دا مهال پاکستان کې څومره افغانان بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې غويي میاشتې په ۲۹مه هم نږدې ۴۴۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.