Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست ملا هدایتالله بدري په مشرۍ یو پلاوی ایران ته ولاړ.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له تاتارستان څخه بېرته کابل ته راستون شو او وایي چې د دغه سفر پر مهال یې د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر له دوو مرستیالانو سره یې د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالحکيم شرعي د سن پترزبورګ نړۍوالې حقوقي مجمع په دیارلسمې ناسته کې د ګډون په موخه روسیې هېواد ته ولاړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته روان شوی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر منځني ختیځ ته له سفر وروسته ویلي چې غزې ته باید بشري مرستې واستول شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د تاتارستان له ولسمشر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړې او هغه ته یې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې ده.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې ویلي، په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي او هېواد یې چمتو دی چې د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ جوړولو برخه کې ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي.
د افغانستان بانک وایي چې په شمال زون کې یې د ۸۴۳ میلیون او ۴۳۰ زره افغانیو په ارزښت زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه سوځولي دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له درېیو بنسټونو سره د څه باندې یو میلیون او ۳۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د کاسا زره پروژې په اړه جوړه شوې ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړ.
سعودي عربستان له امریکا سره د اقتصادي ګډون سټراټیژيک تړون لاسلیک کړی او ویلي یې دي چې په امریکا کې ۶۰۰ میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت سرپرست کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو برخه کې پر دوه اړخیزه همکاریو ټینګار کړی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP