Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست په کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټي اړیکو د پراختیا او ترانزیټي اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۱۱۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د سفر په لړ کې نن سهار د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته رسېدلی دی.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ یو پلاوی د اوزبېکستان د انرژۍ پنځم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه تاشکند ولاړ.
د قطر پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت سفیر د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې یاد هېواد دې کابل کې خپله سیاسي استازولي فعاله کړي.
د ځمکو غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون وايي، ټاکل شوې دغه کمېسیون «د اراضي چارو او امارتي غصب شوو ځمکو د استرداد» پر وزارت بدل شي او په تېرو دوهنیمو کلونو کې یې ۳.۹ میلیون جريب ځمکه له غصبه راګرځولې ده.
د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې پای ته رسولو لپاره اوکراین ته د مخامخ خبرو اترو وړاندیز کړی دی.
د ا.ا مشرتابه ویلي، استخبارات دې ټول هغه ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي چې دښمنان یې پلانوي او غواړي د اسلامي نظام په خلاف یې عملي کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان کړکېچ په تړاو وایي، امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی، دواړه لوري دې له زغم کار واخلي او ستونزې دې د ديپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د پاسپورټ عمومي ریاست وایي، د پاسپورټ د وېش بهیرعادي حالت ته راګرځېدلی، د اړتیا په صورت کې په ورځڼي ډول تر ۵۰ زره ټوکه پاسپورټونو د چاپ ظرفیت لري او تېر کال یې د پاسپورټونو د وېش له درکه ۱۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي.
د راپورونو له مخې، د هند د مغزیاتو او وچو مېوو شورا د اتارې- واګه لارې د تړل کېدو له امله د هند له حکومته غوښتي څو له افغانستانه دغه هېواد ته د وچې مېوې د واردېدو لپاره هوايي دهلېز رامنځته کړي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره لیدنه کې له هغه غوښتي چې د اروزګان او پکتیا ولایتونو لپاره د لمریزې برېښنا شبکو جوړولو کې همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP