کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست په کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټي اړیکو د پراختیا او ترانزیټي اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره ولیدل.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د ترانسپورټي اړیکو د پراختیا، د ترانزیټي اسانتیاوو برابرولو، د لاجوردو لارې د ارزښت او د دغه دهلېز له لارې د انتقالاتو په اړه خبرې وکړې.
د سرچینې په حواله، د دغه وزارت سرپرست وویل، دا مهال د افغانستان له لارې د سیمې هېوادونو ته د اذربایجان د سوداګریزو توکو د لېږد زمینه برابره شوې او دوی کولای شي له دې ګټه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP