کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ یو پلاوی د اوزبېکستان د انرژۍ پنځم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه تاشکند ولاړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کنفرانس د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د روانې مې میاشتې له ۱۳مې تر ۱۵مې نېټې په تاشکند کې ترسره کېږي.
خبرپاڼه کاږي، دغه کنفرانس چې د «د دوامداره انرژۍ لپاره سیمهییزه همکاري» تر سرلیک لاندې جوړېږي، د انرژۍ برخه کې د سیمهییزې همکارۍ ستراتیژیو، د پرمختللې انرژۍ بازار رامنځتهکولو او شنه اقتصاد ته د لېږد په هکله د نظرونو د تبادلې لپاره ښه فرصت برابروي.
د خبرپاڼې په حواله، دغه کنفرانس د انرژۍ برخه کې د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا، په ګډو پروژو کې د پانګونې لپاره د فرصتونو ارزولو، د سیمهییزې انرژۍ د بازار پراختیا او شنې ټکنالوجۍ لېږد برخو کې د تجربو د تبادلې، په مرکزي اسیا کې د برېښنا او ګاز د لېږد پروژو کې ګډون او د نوې کېدو وړ له انرژۍ د ګټې اخیستنې او د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د ننګونو د حل لارو چارو په اړه ترسره کېږي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، په یاد کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست ګډون به د اوبیزو او انرژۍ په پروژو کې له اوزبېکستان سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د انرژۍ سرچینو د مدیریت برخه کې د سیمهییزو هېوادونو له تجربو ګټه اخیستنه او په افغانستان کې د انرژۍ برخه کې د بهرنۍ پانګونې د جذب لامل شي.
خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست به په دغه کنفرانس کې د اړینو موضوعاتو لکه د انرژۍ او نوې ټکنالوجۍ برخه کې د همکاریو د غورهوالي او په دې برخه کې د شته ننګونو په هکله خبرې اترې وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه کنفرانس د اوزبېکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې او د سیمې نورو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو لکه د نړۍوالې اټومي انرژۍ اژانس او نړۍوال بانک د استازو په ګډون ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP