Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاسپورټ عمومي رییس: د ورځې تر ۵۰ زره ټوکه پاسپورټونو د چاپ ظرفیت لرو

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): د پاسپورټ عمومي ریاست وایي، د پاسپورټ د وېش بهیر عادي حالت ته راګرځېدلی، د اړتیا په صورت کې په ورځني ډول تر ۵۰ زره ټوکه پاسپورټونو د چاپ ظرفیت لري او تېر کال یې د پاسپورټونو د وېش له درکه ۱۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د پاسپورټ عمومي رییس مولوي عبدالکریم حسیب نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د غوښتونکو لپاره د زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د پاسپورټ ریاست کاري وړتیاوې لوړې شوې او د متقاضیانو غوښتن‌لیکونه په یوه ورځ کې طی مراحل کېږي.

هغه وویل، اوس‌مهال د پاسپورټ د وېش بهیرعادي حالت ته راګرځېدلی او د وېش په برخه کې هیڅ ستونزه نشته ده.

هغه د پژواک د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، اوس خلک کولای شي چې په یو ساعت کې پاسپورټ ترلاسه کړي.

دی وايي، د پاسپورټ عمومي ریاست د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې د افغانستان په کچه دوه میلیون او ۲۷۲ زره او ۳۸۴ توکه پاسپورټونه وېشلي او له درکه یې شاوخوا ۱۳ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه، یاد ریاست هم په انلاین بڼه او هم په سپینو عریضو خلکو ته پاسپورټونه وېشي او په خبره یې چې اوس‌مهال خلکو ته د افغان پُسټ له لارې پاسپورټ د ۱۰۰ افغانیو په بدل کې کور ته وروړل کېږي.

دی زیاتوي، د پاسپورټ عمومي ریاست په کاغذي پېژندپاڼو هم پاسپورټونه وېشي خو له خلکو یې وغوښتل چې له برېښنايي پېژندپاڼو سره د پاسپورټ ترلاسه کولو په موخه دې دغه ریاست مراجعه وکړي.

د هغه په خبره، دغه ریاست په تخنیکي برخه کې خپل ظرفیت لوړ کړی او د بهرنیو وګړو لپاره هم د وېزې په برخه کې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د پاسپورټ عمومي رییس دغه راز وویل، خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه د یاد ریاست سیسټم د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنايي پېژندپاڼو له سیسټم سره نښلول شوی دی.

دی وايي: «مخکې به له ولایتونو په فزیکي ډول د پسته خونې له لارې اسناد مرکز کابل ته را انتقالېدل او دغې چارې خلک له ستونزو سره مخ کړي وو او له دې وروسته به په ولایتونو کې اسناد سکن کېږي، بیا به د سیسټم له لارې مرکز کابل ته اسناد راځي او پاسپورټونه به په بېړه توګه ولایتونو ته انتقالېږي.»

هغه څرګنده کړه، دا مهال د فساد کچه د پاسپورټ ریاست کې صفر ته راښکته شوې او دغه ریاست د خلکو د اړتیا په صورت کې په ورځني ډول تر ۵۰ زره ټوکه پورې د پاسپورټونو د چاپ ظرفیت هم لري.

د پاسپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال د افغانستان په کچه په ورځني دول ۴۰۰۰ ټوکه پاسپورټونه خلکو ته وېشل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.