کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د ا.ا مشرتابه ویلي، استخبارات دې ټول هغه ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي چې دښمنان یې پلانوي او غواړي د اسلامي نظام په خلاف یې عملي کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې مشرتابه دغه څرګندونې د استخباراتو د مسوولینو لپاره جوړ شوي یو ورځني سیمینار ته په وینا کې وکړې.
د اسلامي امارت مشرتابه ویلي: «لکه څرنګه چې اسلامي نظام د جهاد او قربانیو په نتیجه کې منځته راغلی، نو د اسلامي نظام استخبارات مکلفیت لري ټول هغه ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي چې د اسلامي نظام دښمنان یې پلانوي او غواړي د اسلامي نظام په خلاف یې عملي کړي.»
هغه ویلي، استخبارات باید هیچا ته اجازه ورنه کړي چې په ښکاره او پټه د اسلامي او دیني شعایرو سپکاوی او توهین وکړي، استخبارات له نورو ادارو سره په ګډه باید د شریعت په تطبیق او د خلکو د ذهنونو جوړولو کې کوښښ وکړي.
مجاهد لیکلي، د اسلامي امارت مشرت د خپلي وینا په اخیر کې د استخباراتو مسوولینو ته له د خلکو سره په ترحم، ښه چلند کولو، په شبهاتو د خلکو نه نیولو، له بندیانو سره د ظلم په نه کولو، په سِر او راز پټولو او همدارنګه په شریعت د استقامت کولو توصیې وکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP