Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او ترکمن چارواکو د بنسټیزو پروژو برخه کې پر دوه اړخیزه همکاریو ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د ټولګټو وزارت سرپرست کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو برخه کې پر دوه اړخیزه همکاریو ټینګار کړی.

د افغانستان د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا محمدعیسی ثاني کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره لیدلي.

هغه لیکلي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو برخه کې پر دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ.

د ټولګټو وزارت سرپرست ویلي، افغانستان او ترکمنستان یو له بل سره لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري.

هغه زیاته کړې: «دا مهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ برخه کې د زیات شمېر پروژو د سروې او ډیزاین چارې جریان لري، ملي او بهرنيو پانګوالو ته په یاده برخه کې د پانګونې بشپړه زمینه برابره ده او کولای شي په دغه برخه کې پانګونه وکړي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې لیدنې پر مهال دواړو لورو د تورغونډۍ بندر د عملي کار د پيلېدو، د نوو تاسيساتو او د تخليې او بارګيرۍ لپاره د نوو هنګرونو جوړولو، د مزارشريف – هرات او هرات –کندهار مسيرونو د تفصيلي سروې او ډيزاين، د يادو پروژو د رغولو، له تورغونډۍ بندر د سوداګريزو انتقالاتو پر زياتوالي او په ټوله کې د اوسپنې پټلۍ د پروژو د پراختيا ترڅنګ په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو او د سړکونو د رغولو په اړه هم خبرې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.