Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیل اعلان مراسمو کې د دیني او عصري علومو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې یاد وزارت د ښوونځیو لپاره پر نوي نصاب کار کوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، د ګرځنده ټیلیفونونو واردوونکي شرکتونه له دې وروسته مکلف دي چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم له ادارې (اترا) څخه د وارداتو جواز ترلاسه کړي او خپل فعالیت په قانوني ډول پرمخ یوسي.
مسوولین وایي چې د ننګرهار محصولي ګمرک کې د باروړونکو موټرو لپاره د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت تمځای جوړ شو، دغه راز په خوست کې د څه باندې ۸۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۷ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.
کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رییس سره په لیدنه کې ویلي، دغه سازمان له افغانستان سره همکارۍ او مرستو ته لېواله دی او هڅه کوي چې په لویو بنسټيزو پروژو کې ونډه واخلي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، د ټاپ پروژې د لارې نقشه د دغه وزارت له لوري وروستۍ شوې او ډېر ژر به له ترکمن لوري سره شریکه شي.
د افغانستان بانک او مالیې وزارت ترمنځ د تادیاتي سیسټمونو د نښلولو هوکړهلیک لاسلیک شو، مسوولین وایي چې د دې هوکړې موخه د عوایدو راټولولو کې روڼتیا، مالي نظم، او د حکومتي لګښتونو د برېښنايي کولو بهیر چټکول دي.
راپورونه وایي چې پر غزه د اسرائیلو تازه بریدونو کې له ۴۰۰ ډېر فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۶۶۰ نور ټپیان شوي دي.
اروپايي ټولنه وايي چې د دې اتحادیې ۱۰۰ ټنه مرسته شوي درمل او طبي توکي تېره شپه کابل ته رسېدلي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له لوري د غزې پر تړانګه د بریدونو بیا پیل غندلي او وایي چې اغېزناک هېوادونه دې د فلسطین له مظلوم ولس څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړي.
د افغانستان د ماليې وزارت هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د حکومتي کارکوونکو معاشونه کم شوي یا د معاشونو نورم تغییر کړی او وايي چې د حکومتي ادارو د کارکوونکو معاشات په روانه اونۍ کې د پخوا په څېر اجرا کېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له دوو موسسو سره د څه باندې ۱۴۷ زره او ۷۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له خوا په صادراتو کې د ښکېلو وزارتونو او ادارو لپاره د واحد سیسټم رامنځته کولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته واستول شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP