Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۲): هېواد له سیاسي بدلون وروسته د افغانیو ارزښت د ډالرو پر وړاندې لوېدلی و، وروستیو څو ورځو کې بېرته کنټرول
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د روان کال لړم میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د ډبرو سکرو صادراتي پروسه په خپل لاس کې اخلي او سوداګر د صادراتي مکتوب له لرلو پرته صادارت نه شي کولای.
کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۲): د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت په ۱۴۰۱ کال کې له ۸،۹ میلیارده ډېرو افغانیو د راټولولو خبر ورکړی او
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وایي، په تېرو لسو ورځو کې له ایرانه وراد شوي ۷۴ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته دغه هېواد ته ګرځول شوي دي.
د زندانونو د چارو د تنظیم اداره تېر یوه کال کې هېواد ته له ایران او کوېټ هېوادونو څخه له ۱۲۰۰ ډېرو افغان بندیانو د انتقال خبر ورکوي او وایي چې همدې موده کې د هېواد له زندانونو ۱۶ زره زندانیان خوشې شوي، خو ۱۶ زره نور بندیان په بندخونو کې ساتل کېږي.
نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو بیې ټیټې شوې، خو د پټرول تېلو بیه لوړه شوې ده.
د عدلیې وزارت وايي، د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ جریب ځمکه بېرته مسترد شوې ده.
کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۲): د هوا پېژندنې اداره د هېواد په ۸ ولایتونو کې د چټکو بادونو، تالندې او تندر سره د سختو اورښتونو
کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): په کابل ښار کې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د سرو زرو او پټرول تېلو بیې لوړې شوې،
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ټولګټو پروژو پلې کولو او له اړو کسانو سره د مرستې په موخه یې د ژغورنې له نړۍوالې کمېټې سره د څه باندې ۷۵۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د کابل ښار ځيني اوسېدونکي په دې وروستیو کې د برېښنا پرچاوي له ډېرېدو شکایت لري او د دې ستونزې د اساسي حل غوښتنه کوي خو د برېښنا شرکت د یادې ستونزې په تایید وایي چې د اساسي حل لپاره یې هڅې روانې دي.
کابل (پژواک، ١٨ چنګاښ ١٤٠٢): د خوړو او درملو ملي اداره د «AUDY» سفټراکسون امپول په تړاو خپاره شوي راپور په اړه وايي، د دغه
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP