Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د چاپېریال‌ساتنې ادارې عمومي رییس روسیې ته ولاړ

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۴): د چاپېریال‌ساتنې ادارې عمومي رییس د یوه پلاوي په مشرۍ «د نوسکي چاپېریال‌ساتنې یوولسمه نړۍواله کنګره» کې د ګډون په موخه د روسیې سن‌پټرزبورګ ښار ته ولاړ.

ټاکل شوې د نوسکي چاپېریال‌ساتنې نړی‌واله کنګره د روان کال د غبرګولي په لومړۍ او دویمه نېټو د روسیې په سن‌پټرزبورګ ښار کې ترسره شي.

د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې نن په یوه اعلامیې کې ویلي چې د دې ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ په دې کنګره کې د ګډون په موخه د روسیې د فدراسیون په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

سرچینې لیکلي چې دا ناسته د غبرګولې په لومړۍ او دویمه نېټ، د روسیې په تاریخي او صنعتي ښار سن‌پټرزبورګ کې ترسره کېږي.

په اعلامیه کې د خالص له قوله لیکل شوي: «دا کنګره د چاپېریال‌ساتنې برخه کې یوه مهمه نړی‌واله کنګره ګڼل کېږي چې په‌کې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو لوړپوړي دولتي استازي، نړی‌وال سازمانونه، علمي او څېړنیزې موسسې، د چاپېریال‌ساتنې متخصصین، نادولتي سازمانونه، ځوانان، رسنۍ او د خصوصي سکتور غړي ګډون کوي.»

خبرپاڼه کې راغلي چې د دې کنګرې موخه د اقلیمي بدلون او چاپېریال‌ساتنې په اړه د نړی‌والو بحثونو پراخول، ګډې حل‌لارې، د همکارۍ د ستراتيژیو تدوین او مسوولانه اقداماتو اخیستل دي څو له دې لارې د بشري ټولنې ترمنځ توازن، طبیعي منابع او اقتصادي وده تامین شي.

سرچینې لیکلي، په دې کنګره کې به د افغانستان د چاپېریال‌ساتنې د اقلیمي او شته ستونزو د وضعیت په اړه نړی‌والو ګډونډوالو ته معلومات ورکړل شي، د دوامدارې وچکالۍ، د اوبیزو سرچینو کمېدو، د ځنګلونو د له منځه تلو، د طبیعي اوبیزو سرچینو تخریبېدو او د اقلیم بدلونونو له امله د هوا ککړتیا  په اړه د هېواد اندېښنې مطرح شي.

د چاپېریال‌ساتنې ادارې سرپرست دغه کنګره د افغانستان لپاره یو ښه فرصت وباله او هیله یې وښوده چې له دې لارې د همکارۍ، تجربو او له نورو هېوادونو او نړی‌والو سازمانونو د تخنیکي مرستو ترلاسه کولو یوه ښه زمینه برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.