Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې پر جنګي جنایتونو د برېتانیا د پخوانیو سرتېرو زړه‌بوږنوونکي اعترافونه

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۴): د برېتانیا یو شمېر مخکنیو سرتېرو په افغانستان او عراق کې پر جنګي جنایتونو اعتراف کړی او ویلي یې دي، ځانګړو برېتانوي ځواکونو ملکي وګړي «د شپې په خوب کې» وژل او ان هغه ماشومان چې لا د جګړې عمر ته نه وو رسېدلي، اعدامول یې.

د بي‌بي‌سي نړۍوالې برخې نن (دوشنبه) د «د برېتانیا پخوانیو ځانګړو ځواکونو د خپلو همکارانو له لوري د جنګي جنایتونو په اړه خپل سکوت مات کړ» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړی دی.

راپور کې د یادو سرتېرو له قوله راغلي چې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو ملکي کسان «د شپې په خوب کې وژل» او ان هغه ماشومان یې چې لا د جنګېدو عمر ته نه وو رسېدلي، «اعدامول» یې.

په راپور کې دغه‌راز زیاته شوې، یو سابقه‌دار سرتېری چې په افغانستان کې یې د برېتانیا له ځانګړو ځواکونو سره کار کاوه، وايي: «هغوی (د بریټانیا ځانګړي ځواکونه) ځوان هلک ولچک کړ او ډز یې پرې وکړ؛ هغه په څرګنده یو ماشوم و، ان د جنګېدو عمر ته هم نه و رسېدلی.»

په راپور کې د یاد سابقه‌دار سرتېري له قوله راغلي چې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو کې د اسیرانو وژنه یوه «عادي کړنه» ګرځېدلې وه.

یاد سرتېري بي‌بي‌‌سي ته زیاته کړې: «هغوی (برېتانوي ځانګړي ځواکونه) خلک تلاشي کول، ولچک کول یې او بیا یې ډزې پرې کولې، له هغه وروسته یې پلاستیکي ولچک پرې کاوه او د مړي ترڅنګ یې تومانچه اېښوده.»

په یادو تازه څرګندونو کې د څه باندې یوې لسیزې جنګي جنایتونو ادعاوې شاملې دي؛ هغه ادعاوې چې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې په برېتانیا کې د یوه قاضي په مشرۍ د عمومي تحقیق په وسیله څېړل کېږي.

د بي‌بي‌سي د یاد راپور له مخې، د برېتانیا د دفاع وزارت د دغه هېواد له نورو پخوانیو سرتېرو هم غوښتي، که څه معلومات لري، هغه دې وړاندې کړي څو په روانو څېړنو کې ترې استفاده وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.