Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اروزګان د عامي روغتیا رییس وايي، د دغه ولایت ټولیز نفوس یونیم میلیون کسانو ته رسېږي، خو له مرکزه د روغتیایي خدماتو برخه کې یوازې د ۳۷۲ زره کسانو ونډه ورکول کېږي.
په کونړ، اروزګان او لغمان ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله یو شمېر کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو ترڅنګ ګڼ استوګنیز کورونه زیانمن یا ویجاړ شوي، ډېر شمېر څاروي او لسګونه جریب کښتونه له منځه تللي دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د لومړي ځل لپاره د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت ۲۰ بستریز خصوصي روغتون جوړ شو او فعالیت یې پیل کړ.
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
اروزګان کې چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د صنعتي پارک لپاره اوه زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د اروزګان ځايي مسوولین وایي، نن سهار ترینکوټ ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د اروزګان والي وایي، د دغه ولایت د پرمختګ او خلکو ته د کار زمینې برابرولو په موخه به ګڼ شمېر پروژې پلې او دولتي ځمکې به له غصب خلاصې کړي.
اروزګان کې د دولتي وسلو، وسایطو او نورو مهماتو ثبتولو او ټولولو په موخه د دغه ولایت د استخباراتو ریاست په مشرۍ د امنیتي ادارو ګډه کمېټه جوړه شوه او کار یې پیل کړ.
د اروزګان امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته یې د کلدارو پر وړلو بندیز لګولی او هغه کسان چې کلدارې ولري، تر هغو اجازه نه لري ښار ته داخل شي څو یې خپلې پیسې پر افغانیو نه وي بدلې کړې.
د اروزګان د ګیزاب ولسوالۍ د شېرو سیمې یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمه کې یې مخابراتي خدمات نه شته او د یوې اړیکې لپاره اړ دي بلې سیمې ته ساعتونه مزل وکړي.
د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یو ۶۸ کلن سړی چې د کارېز اوبو ته د لوېدلي یوه ماشوم ژغورلو هڅه یې کوله، د کارېز نړېدو له امله مړ شوی خو ماشوم ژغورل شوی دی.
د اروزګان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې یې خصوصي شرکتونو او صنعتکارانو ته د فعالیت جوازونو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP