ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده

اروزګان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده

author avatar
28 Feb 2024 - 14:17
اروزګان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده
author avatar
28 Feb 2024 - 14:17

ترینکوټ (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۲): د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده.

د اروزګان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امر مولوي عبدالاحد امین پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دښمني ۱۲ کاله مخکې د چورې ولسوالۍ په اولیا سیمه کې د عبدالمجید او خدای‌نظر کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې نتیجه کې رامنځته شوې وه.

هغه زیاته کړه چې د یادو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان هم وژل شوي وو.

امین وايي چې عبدالمجید د یادې شخړې پر مهال د خدای‌نظر دوه زامن (عتیق‌الله او اخترمحمد) وژلي وو او په وینا یې، نوموړی هماغه مهال له سیمې تښتېدلی و او په تېرو ۱۲ کلونو کې یې نه شو کولای بېرته خپل کلي ته راشي.

د هغه په خبره چې د یادو دښمنو کورنیو ترمنځ پرون د چورې ولسوالۍ ودانۍ کې د ځايي مسوولینو، علماوو او قومي مخورو په منځګړیتوب روغه وشوه.

نوموړي په دې برخه کې د منځګړو هڅې وستایلې او ویې ویل، دواړو خواوو ژمنه وکړه چې نور به تېره بدي له زړونو وباسي او د پخوا په څېر به په یوه کلي کې د ورورګلوۍ ژوند کوي.

ورته مهال، د دې روغې جوړې یو منځګړی قاري نقیب الله وايي، عبدالمجید چې کلونه له خپل کلي لرې و، د خدای‌نظر له کورنۍ سره له روغې جوړې وروسته اوس بېرته خپل کلي ته راغلی دی.

دغه راز یادې کورنۍ هم د دې دښمنۍ پر پای ته رسېدو خوښې دي او له دې امله له ځايي مسوولینو او علماوو مننه کوي.

د خدای‌نظر کورنۍ یو غړی بریالی وايي، له دې مخکې یې هڅه کوله له مقابل لوري د خپلو وژل شوو دوو وروڼو غچ واخلي، خو زیاتوي چې اوس یې روغه وکړه او نور به په یوه کلي کې د ورورګلوۍ ژوند کوي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو دغه ډول دښمنۍ حل شوې دي.

Visits: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.