په کابل کې د اندونیزیا سفارت نوي شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په تعارفي لیدنه کې ویلي چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د رغنده اړیکو جوړولو لپاره به کار وکړي.
افغان او پاکستاني چارواکو د وحشي ژوو د قاچاق پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی او هوکړه یې کړې چې په دې برخه کې به د دواړو هېوادونو یوه ګډه کمېټه جوړه کړي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د نوي ایټالیایي روزونکي (وینچنزو البرتو انزه) تر څارنې لاندې لومړی تمریني کمپ د سعودي عربستان په الاحسا ښار کې پیل کړ.
عامې روغتیا وزارت وايي چې چین له افغانستان سره د انفلونزا او مننجیت (Meningitis) ناروغیو د ۶۶ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده.
د افغانستان لپاره د پیوستون کمېټه وايي، د افغانستان روان اقتصادي، بشري او چاپېریالي کړکېچ ته په کتو، د سویډن حکومت باید ژر تر ژره د مرستو او همکاریو یو منظم او دوامدار پلان جوړ او عملي کړي.
د افغانستان بانک سرپرست د چین له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د کرکټ نړۍوالې شورا (ICC) له خوا د شلاوریزو لوبو په تازه درجهبندۍ کې د افغانستان ملي لوبډله د یوه مقام په پرمختګ سره نهم ځای خپل کړی دی.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، روان ۲۰۲۵ کال به په افغانستان کې د ۱۲ میلیون ماشومانو په ګډون ۲۲،۹ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د قزاقستان ولسمشر د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه باید تر درې میلیارد ډالرو پورې ورسېږي.
د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو (کافا) په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه د ایران له لوبډلې سره ترسره کوي.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې هند له افغانستان سره د انفلونزوا او «مننجیت» ناروغیو د ۱۱ زره دوزه واکسینو مرسته کړې ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد له ۲۳ کلنو د کمعمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو کې د جاپان، کویټ او میانمار له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.