Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ۲۳ کلنو د کم‌عمره ځوانانو فوټبال اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو لپاره د لوبډلو ګروپونه اعلان شول

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد له ۲۳ کلنو د کم‌عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو کې د جاپان، کویټ او میانمار له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي چې د اسیا جام سیالیو ته د لارموندنې لوبو ګروپونه اعلان شول چې افغانستان په B کې ګروپ کې د جاپان، کویټ او میانمار له لوبډلو سره لوبېږي.

سرچینې ویلي، د افغانستان، میانمار، جاپان او کویټ لوبډلو ترمنځ لوبې د میانمار په کوربه‌توب ترسره کېږي.

سرچینې لیکلي، یادې سیالۍ  د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې پیلېږي او د همدې میاشتې تر نهمې پورې به دوام وکړي.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د دې سیالیو په A ګروپ کې ترکمنستان، تایوان، بوتان او اردن لوبډلې، په C ګروپ کې ویتنام، یمن، سنګاپور او بنګله‌دېش او په D ګروپ کې اسټرالیا، چین، ماینمار او ټومورلیسټي لوبډلې شامل دي.

همدارنګه په E  ګروپ کې ازبکستان، فلسطین، قرغزستان، سریلانکا، په F ګروپ کې ټایلینډ، مالیزیا، لبنان او منګولایا، په G  ګروپ کې عراق، کمبودیا، عمان او پاکستان لوبډلې، په H ګروپ کې قطر، بحرین، هند او برونئي دارالاسلام لوبډلې شاملې دي.

دغه‌راز په I ګروپ کې متحده عربی امارت، ایران او هانګ کانک لوبډلې، په j ګروپ کې کوریا، اندونیزیا، لاوس او د ماکاو لوبډلې او په K ګروپ کې تاجکستان، سوریې، فیلیپین او د نیپال هېوادونو لوبډلې شاملې دي.

د یادونې ده، د دغو سیالیو د A  ګروپ لوبې د اردن په کوربه توب، د B ګروپ سیالۍ د میانمار په کوربه توب، د C ګروپ سیالۍ د ویتنام په کوربه توب، د  D ګروپ سیالۍ د چین په ګوربه توب، د E  ګروپ سیالۍ د قرغزستان په کوربه توب، د F ګروپ سیالۍ د ټایلینډ په کوربه توب، د G ګروپ سیالۍ د کمبودیا په ګوربه توب، د H ګروپ سیالۍ د قطر په کوربه توب، د I ګروپ سیالۍ د اماراتو په کوربه توب، د J ګروپ سیالۍ د اندونیزیا په کوربه توب او د K ګروپ سیالۍ د تاجکستان په کوربه توب ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.