Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن له ایران سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو (کافا)  په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه د ایران له لوبډلې سره ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو (کافا) په لړ کې نن د ایران له لوبډلې سره لوبه کوي.

سرچینې لیکلي، یاده سیالي د افغانستان پر وخت د مازدیګر په پنځو بجو د اوزبېکستان په پلازمېنې تاشکند کې ترسره کېږي.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د ترکمنستان لوبډلې ته بایللې او په دویمه لوبه کې یې بیا له تاجکستان څخه ماته وخوړه.

د مرکزي اسیا د ۱۷ کلنو کم‌عمره لوبغاړو د اتلولۍ سیالۍ د اوزبېکستان په کوربه‌توب روانې دي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون، د ایران، اوزبېکستان، تاجکستان، قرغزستان او د ترکمنستان د فوټبال لوبډلې برخه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.