کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۴): په کابل کې د اندونیزیا سفارت نوي شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په تعارفي لیدنه کې ویلي چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د رغنده اړیکو جوړولو لپاره به کار وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، نندا ایوالیست په کابل کې د اندونیزیا سفارت د نوي شارژدافیر په توګه ګومارل شوی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د اندونیزیا هېواد له نوي شارژدافیر نندا ایوالیست سره تعارفي لیدنه وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي، متقي نندا ایوالیست ته په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه، اندونیزیا د اسلامي نړۍ له مهمو هېوادونو څخه دی او د افغانستان اسلامي امارت لېواله دی چې له اندونیزیا سره په مختلفو برخو کې مثبتې او پراخې اړیکې ولري.
یاد وزارت لیکلي، د اندونیزیا شارژدافیر نندا ایوالیست د اندونیزیا او افغانستان تر منځ د ښو او پراخو اړیکو پر ضرورت ټينګار وکړ.
هغه ویلي، د خپل ماموریت په دوره کې به د افغانستان ځمکني واقعیتونه او پرمختګونه د اندونیزیا له حکومت او اولس سره شریکوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ به د رغنده اړیکو جوړولو لپاره کار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP