افغان کډوال
راپورونه
پاکستان وایي، د غیر راجستر شوو افغان کډوالو نوملیکنه پیلوي
پاکستاني چارواکي وایي، په دغه هېواد کې د هغو افغانانو نوملیکنه پیلوي چې تر اوسه له حکومت سره ثبت او راجستر نه دي.
مولوي عبدالکبیر: پاکستان دې افغانانو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له پاکستانه وغوښتل چې افغانانو ته د ویزو ورکړې په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او که اړتیا وي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به په دې برخه کې همکاري وکړي.
محسن داوړ: له افغان کډوالو سره د پاکستان پر بد چلند ټوله نړۍ خاموشه ده
د کوزې پښتونخوا وتلی سیاستوال محسن داوړ وایي، په پاکستان کې له افغانانو سره ډېر بد چلند کېږي، دوی له مجبورۍ دلته راغلي او پر وړاندې یې ټوله نړۍ مجرمه ده.
افغانستان به تر هغه له بهرنيو لاسوهنو سره مخ وي چې بهر کې کډوال لري
د حزب اسلامي مشر، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند غندي، وایي له هرو څلورو یو افغان کډوال دی او نور هم په داسې حال کې د وتو هڅې کوي چې هېواد…
پاکستاني امنیتي ځواکونو په سند ایالت کې ۱۲۲ نور افغانان نیولي
د پاکستان د سند ایالت پولیسو ویلي، په کراچۍ ښار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۲ نور افغانان یې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیولي دي. په کراچۍ کې د نیمه…
کاناډا تر اوسه نږدې ۲۳ زره افغانان دغه هېواد ته لېږدولي
د کاناډا د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو چارو ادارې ویلي، له تاجکستان څخه یې سلګونه نور افغانان یې دغه هېواد ته لېږدولي چې ورسره د ټولو لېږدول شوو کسانو شمېر نږدې ۲۳ زرو ته…
په تېرو دوو ورځو کې نږدې ۹ زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه شاوخوا ۸۶۵۹ افغان کډوال د اسلامکلا او ورېښمو د پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
تېرو دوو ورځو کې له ایرانه ۲۷۲۳ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په وروستیو دوو ورځو کې له ایرانه ۲۷۲۳ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
تېرو دوو ورځو کې له ایرانه زرګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې لړم میاشتې په وروستیو دوو ورځو کې له ایرانه څه باندې ۳۶۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
له پاکستانه ۳۳۵ نور افغان کډوال کاناډا ته ولېږدول شول
کاناډا ۳۳۵ نور افغان کډوال هم په يوه ځانګړې الوتنه کې له پاکستان څخه دغه هېواد ته انتقال کړي دي.
تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه نږدې ۵ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې لړم میاشتې په وروستیو دوو ورځو کې له ایران څخه ۴زره ۸۲۲ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
تېرو دوو ورځو کې له ایرانه څه باندې درې زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې تلې میاشتې په وروستیو دوو ورځو کې له ایرانه څه باندې ۳ زره ۳۵۱ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
ايران نږدې ۱۹۰۰ افغان کډوال په زور له خپلې خاورې ایستلي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د تلې په ۱۶ او ۱۷مه نېټه له ايران څخه څه باندې ۲۳۰۰ کډوال بېرته هېواد راستانه شوي چې له دې ډلې نږدې ۱۹۰۰ کسان په جبري توګه وتلو ته اړ ایستل شوي دي.
ايران څه باندې ۱۹۰۰ افغان کډوال په زور له خپلې خاورې ایستلي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو درېيو ورځو کې له ايران څخه څه باندې ۳۷۰۰ کډوال بېرته هېواد راستانه شوي چې له دې ډلې څه باندې ۱۹۰۰ کسان په جبري توګه وتلو ته اړ ایستل شوي دي.
د پژواک موندنې: روان کال ۱۳۵ زره افغان کډوال له ایرانه په زور را ایستل شوي
د روان هجري لمریز کال له پیله راهیسې شاوخوا ۲۵۲ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۱۳۵ زره هغه کډوال دي چې له ایرانه په جبري ډول را ایستل شوي دي.
ایران يوځل بيا ۱۳۰۰ افغان کډوال په اجباري ډول ایستلي دي
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېره ورځ له ایران څخه ۳۳۲۶ افغان کډوال په خپله خوښه او يا هم اجباري ډول بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان: ترکي او ایراني پولهساتو تېر یوه کال کې ۱۵ افغان کډوال وژلي
د بښنې نړۍوال سازمان پهخپل تازه راپور کې ویلي چې ایراني او ترکي پولهساتونکو د نړۍوالو قوانینو خلاف پر کډوالو ډزې کړې او تېر یوه کال کې یي ۱۵ افغان کډوال وژلي دي.
ایران ۸۶۹ افغان کډوال په اجباري ډول ایستلي دي
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په ایران کې مېشت ۱۲۵۰ افغان کډوال تېره ورځ په داوطلبانه او اجباري ډول بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
پرون څه باندې ۱۵۰۰ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي
د کډوالو چارو وزارت وایي، تېره ورځ څه باندې ۱۵۰۰ افغان کډوال له ایرانه په زور او يا هم په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
له ایرانه څه باندې څلور زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په وروستیو څو ورځو کې له ایرانه ۴۰۱۰ کسان هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې یې ۱۹۸۳ کسان په جبري توګه له یاد هېواده ویستل شوي…
د افغانستان سفارت: په بلوچستان کې نیول شوي افغان کډوال دې بېرته ژر خوشي شي
په پاکستان کې د افغانستان سفارت وایي، دغه هېواد ته د غیرقانوني ورتلو په تور د ۲۵۰ افغان کډوالو نیول کېدو موضوع یې د پاکستان له اړوند بنسټونو سره شریکه کړې او هیله یې ښودلې چې نیول شوي کسان بېرته ډېر ژر خوشي شي.
سلګونه افغان کډوال یوه ورځ کې له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۵۳۴ افغان کډوال په داوطلب او اجباري ډول له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.
ایران کې مېشت افغان کډوال له بانکي خدمتونو برخهمن کېږي
ځینو ایراني رسنیو راپور ورکړی، په دغه هېواد کې مېشت هغه افغان کډوال چې د نوملیکنې او سرشمېرنې په بهیر کې یې برخه اخیستې ده، له بانکي خدمتونو برخهمن کیدای شي.

















