ژبه

ایران کې مېشت افغان کډوال له بانکي خدمتونو برخه‌من کېږي

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱): ځینو ایراني رسنیو راپور ورکړی، په دغه هېواد کې مېشت هغه افغان کډوال چې د نوم‌لیکنې او سرشمېرنې په بهیر کې یې برخه اخیستې ده، له بانکي خدمتونو برخه‌من کیدای شي.

د دغو رسنیو د راپور له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي دغه موضوع د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو د تنظیم کمېسیون په غونډه کې - چې پرون (یکشنبه) د دغه هېواد په کورنیو چارو وزارت کې جوړه شوې وه - مطرح کړه.

هغه زیاته کړه، د بهرنیو وګړو تنظیم او پېژندنه باید د هغو د ظرفیتونو سمې پېژندنې لپاره په جدي ډول پرمخ یووړل شي، له همدې امله د بهرنیو وګړو استوګنځای او اقتصادي فعالیت باید معلوم وي څو په مختلفو برخو کې دقیق سیاست چمتو او پلي شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ایران داخلي رسنیو راپور ورکړی و چې د دغه هېواد د ولسمشر د لومړي مرستیال  په امر، د استوګنې او املاکو د اسنادو له وړاندې کولو پرته بهرنیو وګړو ته د بانکي حساب پرانیستلو خدماتو ارایه کول شونی نه دی.

د ویلو ده چې ایران په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د نوملیکنې او سرشمېرنې طرح پیل کړې وه او وروستی فرصت یې د چنګاښ میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې و.