فقر او بېکاري؛ د بادغیس خلک کار غواړي
د بادغیس ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې له فقر او بېکارۍ نه شکایت لري او د اسلامي امارت له مسوولینو د کار غوښتنه کوي چې مسوولین په دغه ولایت کې د بېکارۍ ختمولو په برخه کې د ځینو تدابیرو خبره کوي.
د بادغیس ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې له فقر او بېکارۍ نه شکایت لري او د اسلامي امارت له مسوولینو د کار غوښتنه کوي چې مسوولین په دغه ولایت کې د بېکارۍ ختمولو په برخه کې د ځینو تدابیرو خبره کوي.
د بادغیس اوسېدونکي په دغه ولایت کې، په وروستیو ۲۰ کلونو کې د ښاري ماسټر پلان په سم ډول نه پلي کېدو له امله شکایت لري او د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.
په بادغیس کې د هوا تودوخې درجې په لوړېدو سره د دغه ولایت خلک اندېښمن دي چې ښايي د کرونا مثبتې پېښې هم ورسره ډېرې شي.
په بادغیس ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او ۱۲ نور ژوبل شوي دي. د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا…
په بادغیس ولایت کې یو شمېر په رواني او عصبي ستونزو اخته کسان په دغه ولایت کې د رواني ناروغیو درملنې د دولتي مرکزونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې دغه ستونزه د دې لامل شوې څو د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته ولاړ شي.
د بادغيس اوسېدونکي داسې مهال د قيصار- لامان حلقوي سړک د جوړېدو چارې د نه بشپړېدو له امله شکایت کوي چې حکومتي چارواکي وايي، هڅه کوي څو د یاد سړک جوړولو کارونه بېرته پیل کړي.
د بادغیس اوسېدونکي، په دغه ولایت کې د تفریحي پارکونو له نشتوالي شکایت لري او دې برخې ته د مسوولینو پاملرنه غواړي.
د بادغیس د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې واکسیناتورانو ته د ۴۸ موـرسایکلونو وېشلو خبر ورکوي.
انجه (هنګ) طبیعي بوټی دی چې د سپینو زرو په نامه هم یادېږي؛ په دې وروستیو کې په بادغیس ولایت کې د هغو کروندګرو شمېر ډېر شوی چې د دغه بوټي کرلو ته يې مخه کړې، هغوی په دې برخه کې له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.
د بادغیس د ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت مرکز قلعه نو ښار ته د غځېدلو لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته دې برخې ته پاملرنه غواړي.
اقتصادي بېوزلي په بادغیس کې د کارګرو ماشومانو د ډېرېدو لامل شوی او سلګونو ماشومانو د قلعه نو په لارو او کوڅو کې کثافاتو راټولولو ته مخه کړې ده.
په بادغیس کې د ناروغانو ځیني پایوازان داسې مهال د روغتیايي خدمتونو له عرضې، په ځانګړې توګه د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د درملو له نشتونه شکایت کوي چې مسوولین دغه ادعا په کله ردوي.
د بادغیس ولایت اوسېدونکي داسې مهال مستحقینو ته د مرستو پر نه رسېدو نیوکه کوي چې په دې وروستیو کې د مرستندویه ادارو پام خلکو ته ډېر شوی او هره ورځ نغدي او غیر نغدي مرستې پرې وېشي.
د بادغیس سیمه ییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې په څلورو ترافیکي پېښو کې څلور تنه ټپیان شوي دي.
د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار ښځینه مارکېټ چې لسګونه ښځې په کې کار کوي، وروسته له اوو میاشتو بندېدو، بېرته فعالیت پیل کړی، هټۍ والې د مارکېټ بیا فعالېدو ته خوښې دي خو د عوایدو له کمېدو شکایت کوي او د ملاتړ غوښتونکې دي.
مسوولین او سیمه ییز چارواکي په باغیس ولایت کې د یوې ښځې او په غور کې د دوو سړیو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د بادغیس امنیه قومانداني وایي چې یو کس یې د خپلې مېرمنې وژلو په تور نیولی دی.
د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار جامع جومات ته څېرمه چاودنه شوې چې له امله یې يو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان دي. د بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس…
روغتیايي مسوولین او د بادغیس اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ نښې په ډېرو خلکو کې لیدل کېږي، اړتیا ده چې په دغه ولایت کې د کرونا ځانګړی روغتون بېرته فعال شي.
د بادغیس ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د یوه کس مړ کېدو خبر ورکړی او وایي چې د دغه ولایت په «بند سبزک» سیمه کې په واورو کې بند پاتې ټول مسافر ژغورل شوي دي.
حکومت په بادغیس ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله په ټولیزه توګه د څه باندې زرو کورونو له لږ او بشپړ ویجاړېدو خبر ورکړی او مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې تر خاورو لاندې شوو کسانو ژوند وژغوري او زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
په بادغیس ولایت کې د پرونۍ زلزلې له امله ۲۲ کسا مړه او څلور نور ټپیان شوي؛ دغې زلزلې پر مالي زیانونو سربېره په غور ولایت کې منار جام ته هم زیان رسولی دی.
په بادغیس کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د صفونو د تصفیې کمېسیون په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لیکو ۵۰ کسان د ناسمې استفادې په تور ایستلي دي. د بادغیس اطلاعات…