ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې د امنیتي ځواکونو له لیکو لسګونه کسان ایستل شوي

بادغیس کې د امنیتي ځواکونو له لیکو لسګونه کسان ایستل شوي

author avatar
28 Dec 2021 - 15:32
بادغیس کې د امنیتي ځواکونو له لیکو لسګونه کسان ایستل شوي
author avatar
28 Dec 2021 - 15:32

قلعه نو (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۰): په بادغیس کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د صفونو د تصفیې کمېسیون په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لیکو ۵۰ کسان د ناسمې استفادې په تور ایستلي دي.

د بادغیس اطلاعات او کلتور رییس بازمحمد سروري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تصفیې کمېسیون له جوړېدو راهیسې تر اوسه وکولای شول ۵۰ کسان وپېژني.

د نوموړي په خبره، یاد کسان د دغه ولایت ولسوالیو او قلعه نو ښار کې د موظف کمېسیون له خوا له پېژندلو وروسته د «افغانستان اسلامي امارت» ځواکونو له لیکو ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه وخت مخکې د تصفیې کمېسیون مسوولینو په ټول هېواد کې ویلي وو چې نږدې ۱۹۰۰ کسان یې د «افغانستان اسلامي امارت ځواکونو» له لیکو ایستلي، په دې شمېر کسانو کې د ولایتونو رییسان هم شامل دي.

Visits: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.