Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کندهار کې یو شمېر کروندګر وايي، د پخوا په نسبت دغه ولایت کې د زعفرانو کښت او حاصلات ډېر شوي او له حکومته غوښتنه کوي چې په کور دننه او بهر بازار ورته پیدا کړي.
د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې د بامیان له والي سره په لیدنه کې د سوداګرو ښځو پر ملاتړ ټينګار کړی او ویلي یې دي چې د بامیاني ښځو د تولیداتو لپاره له افغانستانه بهر د بازار موندنې هڅه کوو.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د پنبې حاصلات ډېر شوي، خو کروندګر غوښتنه کوي چې د پنبې حاصلاتو ته بايد مناسب بازار پيدا شي.
د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې یو شمېر سوداګرې وايي، که څه هم چې د ملي او نړۍوالو موسسو له لوري هیڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې، خو له تاجکستان سره پر پوله د دې ولسوالۍ د ګډ بازارګي پرانیستو یې د لاسي صنایعو بازار غوړولی دی.
په خوست کې د لاسي صنايعو جوړوونکي او کاروباريان وايي چې د تولید کچه يې لوړ ده خو د خرڅلاو لپاره يې بازار نشته دی.
میدانوردګو کې یو شمېر کروندګر وايي، رومیان یې حاصل ته رسېدلي خو د تورخم لارې له بندېدو سره یې بیه دومره ټيټه شوې چې ان خپل لګښت هم نه شي پوره کولای.
د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه کس یې نیولی چې په بازار کې به یې په پټه د ښځو انځورونه اخیستل او بیا به یې په خپلو ټولنیزو پاڼو کې خپرول.
. . .
هلمند کې یو شمېر کروندګر وايي، سږ کال يې د غنمو حاصلات ښه شوي خو بيه يې ټيټه ده او نه شي کولی شوی لګښت پوره کړي.
بغلان کې يو شمېر خياطانې وايي، سلګونه نجونې له دوى سره کار کوي خو توليدات یې بازار نه لري.
په بادغیس کې د ښځو د لاسي صنایعو ملاتړ په موخه د ځانګړي بازار له پرانیستلو سره هممهاله د دغه ولایت سیمهییز چارواکي له ښځینه متشبثینو د لا ډېر ملاتړ خبره کوي.
د پسرلي موسم په را رسېدو سره نیالګيپلورنځیو د کابل ښار بڼه بدله کړې ده؛ نیالګيپلورونکي وايي، هره ورځ لسګونه کسان د نیالګیو پېرلو لپاره ورته مراجعه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP